کور / اقتصادي / نرګس نهان: د کانونو پر وړاندي د خنډ جوړونکو نومونه افشا کوم

نرګس نهان: د کانونو پر وړاندي د خنډ جوړونکو نومونه افشا کوم

د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت سرپرسته نرګس نهان وايي، د ولايتي شوراګانو او ملي شورا غړي  دکانونو پر وړاندي ستونزي جوړوي‎.

د کانونو او پټروليم سرپرستي نن په کابل کي خبريالانو ته وويل، د هغه کسانو نوملړ يې امنيت شورا ته لېږلی دی چي د کانونو پر وړاندي خنډونه ايجادوي.

نوموړې زياتوي، د امنيت شورا تر پرېکړي وروسته به د هغه کسانو نومونه خپاره کړي چي ستونزي يې جوړي کړي دي.

آغلي نرګس وويل، “له طالب او داعش څخه ځکه ګیله نسته چي  دوی د نظام دښمنان دي، دوی نه يواځي د کانونو په برخه کي، بلکي په هره برخه کي  غواړي نظام ته زیان واړوي، خو غواړم واضح ووایم چي د ملي شورا او ولایتي شوراګانو یو شمېر غړي شته چي موږ یې له جدي ستونزو سره مخ کړي یو.”

د کانونو پر وړاندي د ستونزو خبره پر داسي وخت راپورته کېږي چي د ګلوبل ويټنس په خپل وروستي تحقيقي راپور کي ويلي، چي داعش وسلوال د افغانستان د کانونو له لاري د کاله په سلګونو زره ډالر عايد ترلاسه کوي.

د يار راپور پر بنسټ هر کال داعش له افغانستان څخه په ټنو ټنو قيمتي توکي پاکستان ته او بيا له هغې لاري اروپا او امريکا ته صادروي چي له دې لاري يې په سلګونو زره ډالر ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستي که څه هم دغه راپور په ښکار تایید او یا رد نه‎کړ، خو زیاته ‌یې کړه چي د دغه راپور په چمتووالي کي دوی له ګلوبل وټنس مؤسسې سره مرسته کړې ده.