کور / راپور / چارواکي: په هلمند کي بهرنيو ځواکونو د طالبانو پر غونډه بمبار کړی دی

چارواکي: په هلمند کي بهرنيو ځواکونو د طالبانو پر غونډه بمبار کړی دی

د هلمند ولايت چارواکي وايي، چي د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو په موسی کلا ولسوالۍ کي د طالبانو پر دوو مهمو مرکزو هوايي بريدونه کړي دي او طالبانو ته يې درنه مرګژوبله اړولې ده.

د تازه هوايي بريدونو په هلکه امريکايي ځواکونو هم ويلي، چي دا بريدونه يې په موسی کلا ولسوالۍ  کي د طالبانو پر يوې غونډي کړی دی چي ګڼ طالب مشران پکی راټول سوي وه او پر هغه افغان ځواکونو يې د بريد پلان  سمبالوی چي د ټاکنو په امنيت بوخت دي.

د چارواکو په وينا په دې بريد کي د طالبانو مهم مشران وژل سوي  دي.

 د امریکايي ځواکونو يوقومندان ډګرجنرال بینجامین ټي واټسن ویلي:

” د افغان ځواکونو د ملاتړ یوه لار مو د هغوی په ملاتړ پر مخالفانو هوايي ګوزارونه دي، چي افغان ځواکونه دا وړتيا ومومي چي د مخالفانو بریدونه پر شا وتمبوي.”

د بريد په هکله د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، دا هوايي بريدونه د هستوګني پر دوو کورونو سوي دي او دوی ته يې هيڅ ځاني تاوان نه دی اړولی.