کور / تازه خبرونه / دا توپیر ولي او د څه لپاره ؟

دا توپیر ولي او د څه لپاره ؟

عصمت الله زهیر  

د علم سیاسیات پوهان او لوستونکي پوهیږي د یو چاچي ماضي د زرغون پوښو سره تړلی غېرسیاسي او غېر نظریاتي را تېر سوی وي هغه کله هم یو وفادار ا و مخلص ملت پال ( قام پرست) ګرځېدلی نسي …

د جنرل مشرف په توره، وحشي دوره کي د کراچي پښتنو ټرانسپورټرانو ( د بس او سواري مزدا مالکانو) ٫٫ پښتون ګرینډ جرګه ۲۰۰۲ کال،، ځکه جوړه کړه چي د اردو ژبو (ایم. کیو. ایم) لخوا د پښتون ټرانسپورټرانو سره بدترین وحشي چلند روان وو ، په رڼا ورځ به د پښتنو بس او مزداوي سوځل کېدې تر دې وړاندي د بدترین دیکتاتور  جنرل ضیاالحق په دوره کي چي ( ایم. کیو. ایم) ته د پښتنو د قتل عام څه ډول ازادي وه همدا ډول د جنرل مشرف په فاشسټه دوره کي ( ایم. کیو. ایم .) ته د پښتنو د قتل عام اجازه ورکول سوې وه …

اپریدي ټرانسپورټ ، معسود ټرانسپورټ او … مجبور سول چي په خپل منځ کي ټول پښتانه بس ، مزدا مالکان سره یو سي لاکن یو سیاسي قوت ته یې کراچي غوندي ښار کي جدي اړتیا وه  چي تر شاه یې ودریږي او په کراچي کي د پښتنو یوازنی سیاسي فعال قوت عوامي نېشنل ګوند وو چي پښتانه پکي را غونډ وو او په کراچي کې د پښتنو د سیاسي ستونځو په اوارولو کې فعاله رول لوبولو ځکه سپېڅلي سیاسي قام پرست مبارز  اروا ښاد امین خټک د عوامي نېشنل ګوند په استازیتوب د پښتون ګرینډ یا ستري جرګې په جوړولو او په مرسته کولو کي مهم اساسي نقش  ولوبولو  …

د کال ۲۰۰۳ ء کراچي په دې حساس حالاتو کي د ٫٫ لي مارکیټ وارډ،، څخه ښاغلي شاهي سید د عوامي نېشنل ګوند غړیتوب تر لاسه کړو  تر دې دمخه د شاهي سید د سیاسي ، ملي او ګوندي فعالیتونه هیڅ نخښه او سابقه لیدلی نه موندلی سو …

د ۲۰۰۳ءڅخه تر ۲۰۱۸ء شپاړسو کلونو کي د لومړي کتار په مشرانو کي راتلل کوم منطقي او سیاسي استدلال خو هم نسي کېدلی نه په شپاړسو کلنو کي یو عادي څوک د یو اصولي او سیاسي ګوند له دریځه دومره شتمن او مهم شخصیت ګرځېدلی سي …

د خان عبدالولي خان د مزاحمتي سیاست سره زیږیدلی او را ځوان سوی کهول پوهیږي چي د خان صاحب تر مرګ وروسته د عوامي نېشنل ګوند تګلاره په بشپړه توګه تغیر سوه ، د څارګرو او پوځي ادارو پلویان د ګوند په مهمو څوکیو قابض سو کنې د بشیربلور شهید فاتحه په جي . ایچ. کیو. کي اخستل څه مطلب ؟

اجمل خټک تش په دې خبره له ګونده وشړل سو چي د جنرل پرویز مشرف سره یې ملاقات وکړو او د هغه تګلاره یې وستایله لاکن اسفندیار ولي چي وایي …

٫٫ دا زموږ پوځ ، دا زموږ ادارې دي موږ یې تر شاه ښه په کلکه ولاړ یو هم یې ملاتړ کوو،،

او کله چي شاهي سید ښه په نره وايي ٫٫ پاک پوځ زنده باد ،، یو اسمان نه را نړیږي نه ورباندي څوک د اعتراض کولو جرات کولی سي نو دا دومخیزه چلند ولي او د څه لپاره ؟

ایمل ولي خو خیر په کوم حساب کي نه راځي هغه خو د شاهي سید په ژبه خبري کوي او که چیري په سیاست کي محصلت لازم وي نو په یوه حلق کي دوې ژبي ساتل خو نو حتماً د منافقت نخښه نومول کیږي …

یو خوا وایي د پښتون ژغورني غورځنګ غوښتني رښتیا دي خو د دوئ لهجه درسته نه ده …

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي غړو پریکړه وکړه چي د پښتون ژغورني غورځنګ تر شاه ولاړ یو هم یې ملا تړ کوو

د همدې غونډي وروسته ویډیویي کانفرنس کي ایمل ولي دا بندیځ ولګولو چي د پښتون ژغورني غورځنګ جلسې (پېښور) ته د اجازت اخستلو بغېر د ګوند یو غړی ورتلی نسي که هرڅوک خلاف ورزي وکړي هغه دي ځان د ګوند نه خارج وبولي دا د ګوند د مشرانو فیصله ده ا موږ خپل سل کلن تحریک د یوه نوي تحریک لپاره نسو تباه کولی ..

اسفندیار ولي تش دومره وویل …

ما خو څوک د جلسې نه منع کړي نه دي .

دا توپیر ولي او د څه لپاره ؟