کور / سياسي / دولت دې جدي ګام پورته کړي

دولت دې جدي ګام پورته کړي

                        لیکنه : محمد هارون ستانکزی

          ډېرو خلکو د ۲۰۱۴یا ۱۳۹۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ځکه محمد اشرف غني ته د ولسمشرپه توګه رایې ورکړې چې عمومي باور په دې ور ټول و هغه ډېر جدي او په کار پوه سړی دی. دا چې نورې کېسې را ووتې، ګټونکی او بایلونکی اعلان نه شول، ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې، حریف یې د افغانستان د پاشلو ګواښونه وکړل او داسې نور ډېر موارد، په هغو مو کار نشته، خلکو او د هغوي مقدسو رایو ته ډېر سپکاوی وشو، په عامو خلکو کې خو پرېږده په مطبوعاتو کې حتی ځینې کسان او په اصطلاح خبریالان وینم چې خپلو ورځنیو چارو کې طرف دي، هره مرکه، خبر او رپوټ یې چې ګورې په یوه طرف تللی وي، دقت، توازن او د ژورنالیزم نور اړوند معیارونه اصلا له پامه غورځیدلي، بس د خپل او خپل ټیم د غړو د زړونو تشولو لپاره داسې څه تر سره کوي چې د یوه بې پرې خبریال او رسنۍ لپاره اصلا لوی ناورین دی.

         له یوه خبریال سره مې بحث په دې و چې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو بایلونکی څوک و او چا وګټلې، هغه د اجرایی رییس یادونه وکړه ویل یې هغه ډېرې رایې یې ګټلې وې او لومړني پړاو کې یې خبره یو طرفه کړې وه، هغه ولسمشرۍ ګټلې وه، ویل مې ثبوت، ویل یې نه یې لرم، ویل مې یو منطقي دلیل ویل یې خوست کې سل زره کسان ژوند نه کوي خو څلور سوه زره رایې لري.

          هغه کیسه را یاده شوه چې د ټاکنو په مهال د خوست یوې ولسوالۍ کې پېښه شوې وه. یوه کس په لرې پرتې سیمه کې خپله مور د ټاکنو په ورځ له لاسه ورکړې وه، هغه د دې پر ځای   چې   جنازې ته بند وبست وکړي، د کورنۍ غړو ته ویلي و چې خبره همدلته پریږدئ، زه او تاسو ټول د رایو ورکولو مرکزونو ته ځو چې رایې مو استمال کړې او خلکو هم دغه کار وکړ، اعلانوو چې مور مې په حق رسېدلې خاورو ته یې د سپارلو تیاری ونیسئ. دا څومره دردونکې وه چې د دې خوستي ویرجن او کورنۍ په رایو یې ملنډې ووهل شوې.

           خوست اوس د شپیتو اویا کلونو مخکې خوست نه دی، خوست اوس په افغانستان کې د دوبۍ مثال لري، دغلته اوس ډېر پراختیایی کارونه شوي، خلک یې په زدکړو او عدم تشدد باور لري که وایی چې نه، راځه وګوره ګاونډ کې یې وزیرستانونه پراته دي، کوم ځایونه چې یو مهال د ترهګرو اصلي مرکزونه و او اوس هم هغلته په لوی شمېر ترهګر پراته دي خو د ډېورند کرغېړنې کرښې دې غاړه خوست کې حالات نورمال دي، دغلته خلک ولسي تړون لري. د ویس احمد برمک په مهال چې د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر و، د ملي پیوستون پروګرام کې خوست ۱۵۰۰ کلي ثبت شوی اوس نو راځه هر کلی وشمېره وګړي یې حساب کړه چې له یو میلیون اوړي او شاوخوا دوو میلیون وګړو  ته رسیږي، له دې شاوخوا دوه میلیوني وګړو به څومره د شرم خبره وي چې سل زره رایې راشي او په هغو هم د ناوړه رایو نوم کېښودل شي، بس ده نور همدومره زغم. هر څه حد لري او که حد رعایت نه شي هر څه له منځه تلای شي.

         هغې خوستۍ ویرجنې کورنۍ محمد اشرف غني ته د دې لپاره رایې نه وې ورکړې چې په خپلو وینو ګټلی افغانستان یې داسې تر ملنډو لاندې راشي، غني چې اوس د ټولو خلکو د ولسمشر په توګه انتخاب شوی، باید یوه تاریخي پرېکړه وکړي، هر هغه حرکت باید وځپل شي، هر هغه لاس باید مات شي او هره هغه سترګه باید د سر له ککرۍ را ووځي چې په دې خاوره اوسي له خاورې او اوبو یې ګټه اخلي، ژوند په کې کوي او بیا را پاڅیږي او د خپلو بادرانو(افغان خاورې) تاریخي دښمنانو یعنې پاکستان، ایران، روسیې او نورو په اشاره افغانستان او افغانیت تر پوښتنو لاندې نیسي.

           د بدخشان په مرکز فیض آباد کې یو سړی را پاڅیږي، یوه ډله  اوباشان چې اصلا معلوم نه دي څوک دي، چا ته کار کوي او څه غواړي، غونډه کوي، د ملي سرود پر ځای چې اساسي قانون کې تثبیت شوی، د رباني د مهال ترانه خپروي، د هغه د کاواکه او بې واکه حکومت د داعش او طالبانو  له بیرغونو جوړه جنډه د ملي بیرغ پر ځای پورته کوي او بیا وایی چې زه افغان نه یم زه خراسانی یم، ښه خراسانیه، ته بیا څه بد کوي چې دغلته ژوند کوي او وخت تېروې، ولې له داعش سره نه یوځای کیږي چې د خراسان جوړولو تصور ذهن کې لري.

    په دې خاورې چې اوسیږي، افغانستان نومیږي، افغانستان و او افغانستان به پاتې کیږي، هر څه روښان دي، هیڅ هم نه کیږي یوه ډله اوباشان هیڅکله نه شي کولی حکومت او افغانان وننګوي، حکومت دې خپله کړې پرېکړه په ډېر قاطعیت سره عملي کړي، خلک یې تر شا دي، هیڅ خبره هم نشته، له هر یاغي سره دې داسې چلند وشي لکه نوره نړۍ کې چې شوی، ښه او ژوندی مثال یې د پرېکنده رهبر رجب طیب اردوغان دی چې ترکیه کې یې د تېر کال د جولای تر ناکامې کودتا وروسته خپل نظام او حکومت له یاغیانو څرنګه پاک کړ. زما په اند د هغو وسلوالو مخالفینو او دې تالي څټو تر منځ لوی توپیر دی، هغوي ښکاره دوښمني کوي، ښکاره اجنډا پر مخ وړي ، لوری او مرام یې هم معلوم دی، خو دا چې ما او تا سره د دې درې رنګه بیرغ تر سیوري لاندې ناست دي، په ځلونو له هغو ډېر خطرناک دي چې ځواکونه مو ور سره جنګیږي او د خپلې خاورې ساتنه کوي، هغوي یعني د دې خاورې اصلي بچیان طالبان په افغانستان او افغانیت باور لري، هغوي د خپلې خوښې نظام لپاره وسله را اخیستې چې باید داسې نه وای او غوټه یې  په خولې نه بلکې په لاس خلاصه کړې وای.

           دولت دې د خراسانیانو غږ داسې غلی کړي چې د تل لپاره بیا څوک په خپله ژبه د خراسان ویلو جرئت ونه کړي، دا خاوره د افغان ده، دغلته افغان میشت دی او څوک چې وایی داسې نه ده، ولاړ دې شي او نړۍ کې دې یوه سیمه لاندې کړي بیا یې چې هر څه نوم پرې کېښوده، زړه یې. خو له آمو تر کندهاره، له پامیره تر هراته، له غزني تر فاریابه او هر لویشت لویشت خاوره افغانستان ده، دا لوی امپراطور احمدشاه بابا د خپل زړه په وینو ساتلې او بچیان به یې هم ترې په کلکه ساتنه کوي د هغو دې سترګې ووځي چې افغانستان ته په بده ګوري.