کور / سياسي / ملي ګټي

ملي ګټي

ليکنه: محمد موسی کرزی

په دغو ورځو کې د ملي ګټو اصطلاح ډیره اوریدل کيږي. حکومت وایی موږ باید د ملي ګتو لپاره یو شو. قومي، ژبنې، منطقوي تمایلات پريږدو. یو موټی کيدل، حکومت وایی، زموږ د سولې، اقتصادي پرمختګ، خوشحالۍ  او ان د افغانستان د بقا ضامن دی. خو حکومت زموږ سره دا نه شریکوی چې د پاکستان په مقابل کې موږ د امریکا ګټو ته ترجیح ورکوو که د افغانستان؟ ایا سعودي عربستان ته زموږ نژدیوالۍ ګټور دی که ایران؟  ایا ناپیلتوب رښتیا په دغسی وخت کې زموږ په ګته دی چې پاکستان او اېران زموږ د ناپيیلتوب درناوی نه لری؟ له بلي خوا رنګین دادفرسپنتا د طلوع تلویزون په یوه نوی مناظره کې د خلیلزاد سره وویل چې ګواکې اوسنی حکومت سم صحی ناپییلۍ نه دی او د امریکا سره ډېر نښتئ دی. خو دا به ډیره په زړه پوری وی چې د سپنتا څخه یی څوک واوری چې پخوانۍ حکومت هغه چې دی یی ډیره موده لوړ مامور وو څومره د امریکا څه لیري وو او ناپییلی وو. په عیني حال کې دحکومت مخالف اړخونه که څه طالبان یا محلي زورواکان او یا د پخوانې حکومت چارواکې دی خپل مخالفت د ملي ګټو په رڼا کې بیانوي او ادعا کوی چې د ولسمشر اشرف غنی یا د یوالې حکومت ملي ګټي له پامه غورځولې دي. حکومت عیني تور پر خپلو مخالفینو لګوي. زما موخه دلته داده چې زموږ د هیواد په دغسی نازکو شرایطو کې زموږ خلګ ، په خاص ډول زموږ ځوانان، ملي ګټو ته ځیرشی او بل دا چې د قلم په څښتنانو کې پر ملي ګټو یو بحث راپورته کړم.

د مقالې د بشپړ متن لپاره لاندنی لينک کېکاږئ

http://www.larawbar.com/data/library/politics/National_interest.pdf