کور / راپور / په ننګرهار کي د افغان ځواکونو په عملياتو کي ولسي وګړي وژل سوي دي

په ننګرهار کي د افغان ځواکونو په عملياتو کي ولسي وګړي وژل سوي دي

د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کي د افغان ځواکونو په عملپاتو کي د درو سيمه ايزو پوليسو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل سوي او اته نور ژوبل دي.
پېښه تېره شپه د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالي کي رامنځ ته سوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، د افغان ځانګړو ځواکونو صفر دوه قطعې تېره شپه يادي ولسوالۍ ته د عملياتو لپاره تللي وه، د سيمي خلګو ګومان کړی وو چي د داعش وسلوالو يې پر کلي چپاو وروړی دی، نو هغه وو چي ځينو خلګو وسلې راپورته کړي او ډزي سوي دي چي د دواړو لوريو په ډزو کي يو سيمه ايز قومندان زړور، دهغه دوه ساتونکي او پنځه نور ولسي وګړي وژل سوي او اته نور ژوبل دي.
د ننګرهار د عامي روغتيا چارواکي وايي، د پيښې له ځايه دوی ته نهه جسدونه او اته ژوبل کسان وروړل سوي دي چي د ټپيانو حالت د ډاډ وړ دی.
زيانمن سوي کسان د ولسي جرګې د مشر فضل هادي مسلميار د کورنۍ غړي دي.
د ننګرهار والي حيات الله حيات ويلي، په پېښه سخت خواشينی دی او د مشرانو جرګې د مشر د حوصلې څخه مننه کوي.
نوموړي رسنيو ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي ويلي: ” د چپرهار پېښه ډیره دردونکې ده.
د پیښی د دقیقې څیړنی لپاره د کابل څخه یو لوړ پوړی پلاوی ټاکل سوی. شهیدانو ته جنةالفردوس او زخميانو ته عاجله شفا او غم ځپلی کورنیو ته د زړه صبر غواړم.
د مشرانو جرګی د دروند ریس او د متضرری کورنی د ټولو غړو صبر او حوصلی څخه د زړه له کومی مننه کوم. په دې پېښه کې نهه کسان شهيدان او اته نور ټپیان سوي. ”
تېره مياشت هم په ننګرهار کي د افغان ځواکونو په عملياتو کي ولسي وګړي وژل سوي وه