کور / راپور / حسين حقاني: د ترهګر په توګه د پاکستاني لوړپوړي پوځي وژل کېدل نوې خبره نه ده

حسين حقاني: د ترهګر په توګه د پاکستاني لوړپوړي پوځي وژل کېدل نوې خبره نه ده

په امريکا کي د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني په يوه مقاله کي چي د يو پاکستاني وژل سوي جنرال په هکله يې کړې ده ويلي، د ترهګر په توګه د پاکستان د يو لوړ پوړي پوځي وژل کېده نوې خبره نه ده، داسي ډېر ي پيښي د پاکستان په پوځ کي سوي دي او کېږي.
شاهد عزيز چي د پاکستان د پوځ لوړپوړی چارواکی وو، د وژل کېدو خبر يې په ټولنيزو رسنيو کي خورا توند غبرګونونه راپارولي دي.
د شاهد عزيز په هکله د پاکستان پخواني لومړي وزي پروېز مشرف ويلي، چي دی په دې خبر سوی وو چي عزيز د جګړې لپاره سوريې ته تللی وو او هلته د داعش وسلوالو سره يوځای سوی وو چي د سوري حکومت پر ضد وجنګېږي.
همداراز د عزيز په هکله ويل سوي چي د جهاد په نامه افغانستان ته راغلی وو او دلته د افغان پوځ پر ضد جنګېدی چي په کونړ ولايت کي د هوايي بريد په ترڅ کي د پښو وغورځول سو چي له منځه ولاړی.
د شاهد عزيز کورنۍ وايي، په ۲۰۱۶ کال کي هغه د پاکستان بهر وژل سوی دی.
د حسين حقاني په مقاله کي دا هم ويل سوي چي نوموړي وژل سوي جنرال ته د پاکستان د پوځ مهم او اړيني وظيفې ورترغاړي سوي وې.
د حقاني په وينا په پاکستاني پوځ کي دا ډول پېښي ډېري کېږي چي پوځ ته به بدي او ناوړي پايلي ولري.