کور / راپور / پرکورنيو چارو وزارت بريد پای ته رسېدلی دی

پرکورنيو چارو وزارت بريد پای ته رسېدلی دی

نن د داخله وزارت پر نوې ودانۍ ځانمرګو بريدګرو بريد وکړ چي د پوليسو په وينا د ټولو ځانمرګو په وژل کېدو سره بريد پای ته رسېدلی او اوس حالات عادي دي.

د کورنيو چارو وزارت ودانۍ د حامد کرزي د هوايي ډګر سره جوړه سوې چي د ورتګ پر مهال ګڼ ځايونه تالاښي اخيستل کېږي.

د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش ‎ وايي، په ودانۍ ۱۰ ځانمرګو بريد وکړ چي درو يې ځانونو ته انفجار ورکړ او پاتي اووه کسان يې د پوليسو سره په جګړه کي ووژل سوه.

د کورنيو چارو وزارت وايي، په بريد کي   څو پوليس وژل سوي او څو نور ژوبل دي، خو لاتراوسه د پوليسو د وژني کره شمېره مالومه نه ده.

بريد پر داسي مهال کېږي چي نن سهار د لوګر ولايت په مرکز  پل عالم کي هم درو ځانمرګو بريدګرو پر يوې امنيتي حوزې بريد وکړ چي د افغان چارواکو په وينا په پنځو دقيقو کي يې بريدکونکي ووژل .

چارواکي د لوګر  په بريد کي د حوزې د پوليسو د مشر خان اغا په ګډون د دريو پوليسو د وژلو او د ۱۲ نورو د ټپې کېدو خبره کوي. خو طالبانو په يوې استول سوې خبرپاڼه کي ويلي چي بريد دوی کړی او په لسګونو پوليس يې وژلي دي.

د کابل د بريد پړه داعش ډلي پر غاړه اخيستې .