کور / راپور / ايتلافي ځواکونه: په موسی کلا کي ۵۰ طالب وسلوال وژل سوي دی

ايتلافي ځواکونه: په موسی کلا کي ۵۰ طالب وسلوال وژل سوي دی

په افغانستان کي امريکايې ځواکونه وايي، چي د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کي يې د طالبانو پر يوې غونډي توغنديز بريد کړی او ۵۰ وسلوال طالبان يې وژلي دي.

د ايتلافي ځواکونو قومندان مارټن ډونل وايي، په موسی کلا ولسوالۍ کي د طالبانو يوه غونډه روانه وه چي د ايتلافي ځواکونو لخوا يې ځای ځايګی د سټلايټ په مټ وموندل سو او توغنديز بريد ورباندي وسو. د مارټن په وينا په دې بريد کي د طالبانو د مهمو مشرانو په ګډون ۵۰ تنه وسلوال وژل سوي دي.

دا په اتېره اونۍ کي دوهم هوايي بريد دی چي د بهرنيو ځواکونو له لوري په موسی کلا ولسوالۍ کي ترسره کېږي.

څو ورځي وړاني هم د امريکايي ځواکونو يو قومندان ويلي وه چي په موسی کلا کي يې د طالب وسلوالو پر يوې غونډي هوايي بريد کړی او ګڼ شمېر وسلوال يې وژلي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د نن ورځي هوايي بريد په هکله ويلي، چي دا بريد د ملکي وګړو د هستوګنو پر کورونو سوی او پنځه ملکي وګړي يې وژلي دي.