کور / د ماشومانو نړۍ / په ارواپوهنه کي د ډاکتر البرټ بنډورا (Dr. Albert Bandura) تجربه

په ارواپوهنه کي د ډاکتر البرټ بنډورا (Dr. Albert Bandura) تجربه

 ژباړه: سعید لودین

دا تجربه د (۱۹۶۱-۱۹۶۳م.) کلونو په دوران کي په سټینډر فورډ پوهنتون کي تر سره سوه.  د دې تجربې جزئيات په لاندي ډول دي:

د (۱۹۶۰م.)کال په اوايلو کي یو لوی بحث پیل سو.  دا بحث په دې اړه وو، چي څنګه ټولنیز عوامل، اجتماعي اخلاق او جنیتکي عوامل  د کوچنیانو پر ودي او نمو باندي اغېز ښندي.  دا بحث تر اوسه هم ژوندی دئ او اکثره وخت د ((طبیعت؛ د طبعي بحث په مقابل کي) ) تر عنوان لاندي مطرح کېږي. ډاکتر البرټ بنډورا د بوبو  په نامه ناوکۍ باندي د تجربې په ترسره کولو سره غوښتل دا ثابته کړي، چي د انسانانو رویه تر ډېره، پر اجتماعي تقلید ولاړه ده، نه پر جنتیکي عواملو.

البرټ بنډورا دا تجربه پر څو کوچنیانو تر سره کړه او په دې تجربه کي برخه اخیستونکي کوچنیان نجوني او هلکان ئې پر دوو، دوو ګروپونو ووېشل.  اول ګروپ ته ئې داسي یوه ویډیو ورښکاره کړل، چي په هغه کښي یو بالغ شخص د بوبو ناوکۍ سره زیشت چلند کوي.  ناوکۍ په سوکانو او لغتو وهي او په آخیره کي ئې د مځکي راولي.  دوهم ګروپ کوچنیانو ته ئې بیا داسي یوه ویډیو ورښکاره کړل، چي یو آرام شخص د بوبو په ناوکۍ بازۍ کوي.  وروسته ئې دواړه ګروپونه جلا، جلا خونو ته  واستول او هغه ناوکۍ  پکښې وې چي دوی په ویډیو کي لیدلي وې.

هغه څه چي له دې تجربې څخه تر لاسه سوه، دا ول:

د هغه ګروپ کوچنيان چي د زیشت چلند ویډیو لیدلې وه، ډېرو ئې په خپله هم د بوبو ناوکۍ سره زیشت چلند وکړ او د دوهم ګروپ کوچنيانو چی ناوکۍ ئې په ښه حالت کي لیدلې وه، له ناوکۍ سره نسبتا سم چلند وکړ، نسبت بل ګروپ. د هلکانو په ګروپ کي د تیري او تجاوز (۳۸،۲) پېښي ثبت سولې  او د نجونو په ګروپ کي (۱۲،۷) پېښي ثبت سولې.

په دې تجربه دا څرګنده سول، هغه کوچنيو هلکانو چي په ویډیو کي د نارینه زیشت چلند لیدلی وو، تر هغو هلکانو  ډېر متجاوز ول کومو چي په ويډيو کي ښځه د بوبو ناوکۍ سره پر زیشت چلند لیدلې وه.  په هغو کوچنيو هلکانو کي چي په ویډیو کي ئې نارینه لیدلی وو، د تېري او تجاوز د پېښو اوسط ئې (۱۰،۴) وو او کومو کوچنيو هلکانو  چي په ويډيو کي ښځه لیدلې وه، د تېري او تجاوز  د پېښو اوسط ئې (۴۸،۴) ثبت سوی وو.  په همدې ډول د نجونو په ګروپ کي هم همدا حال وو.  د کوچنیو نجونو په ګروپ کي چي په ویډیو کي ئې ښځه په زیشت چلند کي لیدلې وه، د تېري او تجاوز اوسط (۵۷،۷) وو او هغو نجونو چي په ويډيو کي ئې نارینه تجاوز کوونکی لیدلی وو، د تېري او تجاوز اوسطئې (۳۶،۳) وو.

د ډاکټر بنډورا له دغي تجربې څخه دا حدث او نظریه هم په ښه ډول روښانه سوه، چي وايي پر هلکانو د نارینه ووکړني او پر نجونو د ښځو کړني ډېري قوي اغېزي لري. په پښتنو کي یو متل دئ، چي له دې نظریې سره ډېر سر خوري، وايي چي:

چي ابا هغسي ئې کبا، چي ادې هغسي ئې پايڅې.