کور / راپور / طالبان: د هيچا سره مو د پردې ترشا خبري نه دي کړي

طالبان: د هيچا سره مو د پردې ترشا خبري نه دي کړي

طالبانو په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو د لوی قومندان جنرال جان نيکلسن هغه ادعا رد کړ ې چي ګڼي طالبانو د افغان چارواکو سره د پردې ترشا خبري کړي دي.

تېره ورځ جنرال نيکلسن د وېډيويي کنفرانس له لاري د امريکا په دفاع وزارت کي خبريالانو ته وويل چي د افغان چارواکو او طالب مشرانو ترمنځ د پردې ترشا خبري سوي دي او په دې خبرو کي د احتمالي اوربند په هکله هم بحث سوی دی.

خو طالبانو رسنيو ته په لېږل سوې يوې اعلاميه کي ويلي، چي دوی د بهرنيانو په شتون کي د هيچا سره خبري نه کوي.

طالبانو دا هم ويلي، چي جنرال نېکلسن د افغانستان په جګړه کي د خپلي ناکامۍ د پټولو لپاره دا ډول بې بنسټه ادعاوې کوي، او طالبان دا مهال د هېڅ کومې بې واکه ادارې سره خبرو ته چمتو نه دي.

جنرال نيکولسن پرون دا ونه ويل چي په دې خبرو کي  کوم طالبان ښکېل دي، خو دا يادونه يې وکړه چي د منځنۍ او لوړي کچي طالبان په دې خبرو کي ګډون لري.

نیکلسن يادونه وکړه چي د افغانستان وضعیت  د کولمبیا په څېر دی؛ چيري  چي  فارک یاغي ډلې جګړه او د سولې خبرې دواړه په یوه وخت پرمخ وړلې تر څو چي  په ۲۰۱۶ کال کي د حکومت او د یادې ډلې ترمنځ د سولې تړون لاسلیک سو.

همداراز درې مياشتي وړاندي افغان ولسمشر اشرف غني د کابل سولي په کنفرانس کي طالبانو ته د يو بېساري سولي وړانديز وکړ، خو د طالبانو له لوري ورته مثبت ځواب ونه ويل سو.