کور / تازه خبرونه / کندهار: څارنوالان او قاضيان په فساد کي غرق دي

کندهار: څارنوالان او قاضيان په فساد کي غرق دي

د کندهار ولايت د عدلي او قضايي ارګانونو چارواکي (قاضيان او څارنوالان) د فساد تر څنګ اوس له رسمي موقف څخه په ناوړه کار اخيستنه مدني فعالانو او ځوانانو ته ستونزي جوړوي او اخطارونه ورکوي چي په دې توګه د ځوانو مدني فعالانو د مدني فعاليتونو مخه ډب کړي او څوک يې له فساده پرده پورته نکړي.

يوه مدني فعال چي نه يې غوښتل نوم يې ياد کړي لراوبر ته وويل چي قاضيان او څارنوالان چي تر غوږونو په فساد کي غرق دي اوس ځوانان تر فشار لاندي راولي چي ددوی له فسادهذپرده پورته نسي، نوموړي وويل جي قاضيان د څو مياشتي وظيفې وروسته د څو زره افغانيو په معاش د لکونو ډالرو ماڼيو خاوندان سي خو څوک نسته چي پوښتنه وکړي چي قاضي صاحب يا څارنوال صاحب ته راسه حساب وکړو.

دداسي شکايتونو د ډيريدو پر اساس اوس يوه ډله بهرمېشتي افغان ځوانان د منسجم کيدو په حال کي دي چي که قاضيان او څارنوالان د مدني فعالو او بااحساسه ځوانانو پر وړاندي خپلي سؤاستفادې ته دوام ورکړي له بهرنيو هيوادونو به د فاسدو قاضيانو او چارواکو په اړه په نړيوالو احتجاجونو او قانوني اقداماتو لاس پوري کړي.