کور / د ماشومانو نړۍ / يونسيف: ۳.۷ مليونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخي دي

يونسيف: ۳.۷ مليونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخي دي

پوهنې وزارت او یونیسف موسسې له ښوونځي د لرې پاتې ماشومانو د وضعیت په اړه خپل ورستی ګډ راپور نن رسماً خپور کړ. 
دا راپور د امریکا متحده ایالتونو د پرمختیايي ادارې په مالي مرسته د تېر یوه کال په ترڅ کې برابر شوی او ښیي، چې لاهم په ټول هېواد کې میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې دي.
ددې راپور پر بنسټ ۳،۷ میلیونه ماشومان، چې ۲،۲ میلیونه یا ۶۰ سلنه یې نجونې دي؛ له زده کړو بې برخې پاتې دي. ناامني، بې وزلي او ټولنیز او سنتي رواجونه له ښوونځي د یادو ماشومانو د لرې پاتې کېدو مهم لاملونه ښوول شوي دي. 
راپور څرګندوي، چې کندهار، هلمند، میدان وردګ، پکتیکا، زابل او ارزګان هغه ولایتونه دي، چې شاوخوا ۸۵ سلنه نجونې پکې ښوونځيو ته نه ځي. دغه راز په یاد راپور کې د ښوونځيو په اړه ځینې ښو نکتو ته هم اشاره شوې ده. راپور لیکي، خوشبختانه چې له ښوونځيو د تېښتې یا د ښوونځيو د پرېښودو سلنه کښته راغلې او ۸۵ سلنه هغه نجونې او هلکان چې په لومړنۍ دوره کې ښوونځي ته جذبېږي تر منځنۍ دورې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. دغه راز ۹۵ سلنه هلکان او ۹۰ سلنه نجونې د زده کړو منځنۍ دوره بشپړوي.
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي وايي، د بې وزلۍ او نورو ټولنیزو ستونزو پر وړاندې د مبارزې یوه مهمه وسیله زده کړه ده، چې له همدې امله پوهنې وزارت هڅه کوي په ښوونځيو کې د ماشومانو د جذب کچه لوړه کړي. دغه راز پوهنې وزارت په ځانګړي ډول د یادو ۳،۷ میلیونه ماشومان د باسواده کولو لپاره د بېلابېلو پروګرامونو پرمټ جدي هلې ځلې کوي.    
نوموړي زیاته کړه، پوهنې وزارت د محلي او چټکو زده کړو ټولګیو د جوړولو له لارې هڅه کوي له ښوونځي د لرې پاتې ماشومانو لپاره د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي. د هغه په خبره، چې اوسمهال په ټول هېواد کې ۴۵۰ زره ماشومان په یادو ټولګیو کې پر زده کړو بوخت دي، چې زده کړو ته له ښوونځي د لرې پاتې ماشومانو د هڅونې ښه لار ګڼل کېدای شي. 
د پوهنې وزارت سرپرست هغو دوو ماشومانو ته په اشارې سره، چې په میدان وردګو او دایکنډي کې د محلي او چټکو زده کړو ټولګي پرمخ وړي او د نورو په استازیتوب یې په دې غونډه کې ګډون کړی 
وویل، هیله من یم، د رعنا او زیور په څېر له ښوونځي بهر ۳،۷ میلیونه ماشومان هم په ښوونځیو او محلي زده کړو ټولګیو کې شامل شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
په عین حال کې د ښځو چارو وزارت وايي، چې جنسیتي تبعیض، له وخت مخکې ودونه، ناامني، بې وزلي او یو شمېر نورې ستونزې هغه لاملونه دي، چې یو لوړ شمېر نجونې ښوونځيو ته ولاړې نشي.  
د یونیسف موسسې استازې ادیل خدر او په کابل کې د کاناډا سفیر فرانکویس ریویست له ښوونځي د لرې پاتې ماشومانو د وضعیت او په دې اړه د جوړ شوي راپور په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې یادو ماشومانو ته به د زده کړو د اسانتیاوو په برابرولو کې له پوهنې وزارت سره هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.