کور / سياسي / د بامیانو لاریون/ د ګوډ ملا کیسه

د بامیانو لاریون/ د ګوډ ملا کیسه

ليکنه: سردار محمد همدرد

په تېرو ورځو کې د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني په یوه ځانګړې مرکه کې د الکترونیکي پېژندپاڼو اړوند د افغان په کلمه یې خبرې وکړې. د یو شمېر هغو خلکو ټاپې یې هم ور بندې کړې، چې نوموړې یې عیسايۍ بلله. هغې په ډېر جرائت و ویل، چې زه عیسايي نه؛ بلکې یوه مسلمانه یم.

په ټاکنیزو کمپاینونو کې به هم چې له خلکو سره د ولسمشر په اړه نورې خبرې ختمې سوې، نو ویل به یې، چې مېرمن یې عیسايي ده. په اصل کې د عیسویت خبره نه وه؛ بلکې په دغه نامه سره یې د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو لپاره ګټه پورته کوله. په تېر مهال کې یې هم د دې ناخبره او بېچاره ولس له سپېڅلو احساساتو څخه ناوړه استفاده کړې ده. ښه بېلګه یې سیدجمال الدین افغان و، چې ډول ډول ټاپې به یې پرې وهلې.

ستونزه په دې ځای کې وه، چې دې ساده ټولنې سید جمال الدین افغان نه سو درک کولی. د هغه مبارزه هم د دې لپاره وه، چې دا وګړي پوه، له استعمار څخه خلاص او د استقلالیت لور ته یې بوځي. بله بېلګه د غازي امان الله خان غوندې شخصیت دی، چې هم یې ازادي وګټله او هم یې د هېواد د اساسي رغونې لپاره بې ساري ګامونه پورته کړل. د افغانستان د خاورې دښمنانو دا نه سو زغملی، چې دا وطن دې د نړۍ په هېوادونو کې سیال هېواد وي.

د دې وطن تاریخ داسې دی، چې د ډانګ او لرګي په جګړه کې هم څوک ورڅخه خلاص نه وو. هر یرغلګر به چې راغئ، د کوتک په زور به یې ټوټه ټوټه کړ او حتی نور هېوادونه به یې د دې خونخوار ښکېلاک څخه وژغورل. غازي امان الله خان هم له دغه ډول سرنوشت سره مخ سو. د ګوډ ملا په شکل انسانان به یې پیدا کړل او پر غازي امان الله خان به یې د کفر فتوا ورکوله. دا ټولو ته معلومه ده، چې غازي امان الله خان داسې مسلمان و، چې هم یې انګلیس ته ماته ورکړه او هم بیا هماغه انګلیس ته ولاړ، چې د شاهي کورنۍ، صدراعظم او د کابینو د غړو له لوري یې پراخه استقبال وسو او حتی په بریتانیا کې د اکسپورډ پوهنتون له لوري ورته افتخاري دوکتورا او د بریتانیا د باچا له لوري امان الله خان ته د یوه ملګري په توګه شاهي وکټوري ځنځیر ورکړل سو. یعنې دا په دې معنی ده، چې افغانستان ته د سیال هېواد په سترګه وکتل سول.

خپلې اصلي خبرې ته راځم. تېره ورځ په بامیانو ولایت کې یو څو کسانو د هېواد د لومړۍ مېرمنې رولا غني پر ضد لاریون وکړ. هغوی دا ویل، چې رولا غني ولې په مرکه کې ویلي دي، چې سادات قوم د افغانستان په ټولو قومونو کې ګډ دی او یوې سیمې یا ژبې ته نه منسوبیږي؛ بلکې په هره ژبه او قوم کې سادات موجود دي. دا واقعیت هم دی، چې سادات د افغانستان په ټولو ژبو او قومونو کې مشتمل دی.

دلته دوه خبرې دي. یو اړخ په پېژناپاڼو کې د افغان د کلمې درج دی، چې یو شمېر کسانو یې مخالفت وکړ. د دې کلمې له مخالفت سره د افغانستان ټول ملت قوي غبرګون وښود او د افغان کلمه یې سره کرښه وګڼله. اوس یو شمېر کسان له شرمه دا خبره نه سي کولای، چې زه افغان نه یم؛ نو بیا یې دویمه لار ونیوه، چې د ساداتو د معزز قوم له نامه څخه سیاسي استفاده کوي. سادات زمونږ په ټولنه کې یو ډېر روحاني قوم دی؛ ځکه چې دا د نبي کریم ص له نسل څخه ګڼل کیږي.

زمونږ په ټولنه کې ساداتو ته ډېر احترام ورکول کیږي. زه په خپله له ساداتو سره ناسته ولاړه ډېره خوښوم. په جنوب لویدځ حوزه کې ډېر سادات پېژنم. ما د هغوی له خولې څخه دا وانه ورېدل، چې رولا غني ولې داسې خبرې کړې دي؟ یوازې په مرکز کابل کې ځینو سیاسونو د سادات په نوم څه څرګندونې وکړې. ها بله ورځ په بامیانو کې ځینې خلک راټول سوي وو او په دې اړه یې احتجاج کړی و.

دې اواز یو سیاسي رنګ درلود. نو بیا راته د خپل هېواد زړې ټاپې را په یاد سوې؛ خو یوه خبره کوم، چې ټاپې نورې دلته کار نه کوي. ولس د پخوا په پرتله ویښ سوی دی. ما مخکې هم اراده درلوده، چې په هېواد کې د ټاپو په اړه یوڅه ولیکم. کله چې دا موضوع پېښه سوه، دا راته تیاره د لیکنې سوژه سوه. دلته مې هدف له رولا غني څخه نه دی، چې ګواکي زه د هغې ننګه کوم.

زما موخه دا ده، چې نور باید د زنده باد او مرده باد له اواز څخه سوء استفاده ونه سي. بهانې او ټاپې باید د هېواد د سیاست برخه ونه ګرځي؛ بلکې د افغانستان د نأفذه قوانیونو په رڼا کې هرڅه روښانه سي. تور او سپین ډېر څرګند دی. لویه بدبختي دا ده، چې د اسلام له مبارک دین څخه هم د شعار ګټه پورته کیږي او هم د هېواد اساسي قانون نه منل کیږي.

 زه د اواز پورته کولو او خپل حق غوښتلو مخالفت نه کوم، مګر د داسې اواز سره سخت مخالف یم، چې د هېواد ملي ګټې زیانمنوي.

په درنښت!

۱۳۹۷/غبرګولي/۱۳