کور / سياسي / کابل؛ له پاکستان وړاندې د هندوستان مېلمستيا

کابل؛ له پاکستان وړاندې د هندوستان مېلمستيا

لیکنه: ا- ځواک

د هندوستان د ملي امنيت شورا مرستيال د څه لپاره کابل ته راغی؟

وروسته له هغې چې د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر په مشرۍ لوړپوړی امنيتي پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او په لړ کې يې کابل ته د پاکستان د لوی درستيز د سفر بلنه ورکړه؛ تېره ورځ کابل ته په يو ناڅاپي سفر د هندوستان د ملي امنيت شورا مرستيال راورسيد. د افغانستان د ملي امنيت شورا دفتر په وينا د هند د ملي امنیت سلاکار مرستیال راجندر کنها د یوه هندي پلاوي په مشرۍ د کابل او نوې ډېلي ترمنځ د امنیتي کمېټې په دوهمه ناسته کې د ګډون لپاره د چهارشنبې په ورځ کابل ته راغی.

د هند د ملي امنيت شورا مرستيال نه يواځې د افغانستان د ملي امنيت شورا له چارواکو سره کتلي بلکې په ورته مهال يې د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني، د دفاع وزير طارق شاه بهرامي او يو شمېر نورو لوړپوړو افغان چارواکو سره کتلي او په امنيتي او سياسي وضعيت، راتلونکې ټاکنو، اقتصادي پراختيا، له ايران سره له اټومي هوکړې څخه د امریکا په وتلو، افغان سولې پروسې او تر ټولو مهم له پاکستان سره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان او سولې اړوند خبرې کړي دي.

اوس اساسي پوښتنه دا ده په داسې حال کې چې ټاکل شوې په نيږدې راتلونکو ورځو کې د پاکستان لوی درسيتز کابل ته راشي، د هندوستاني پلاوی سفر د څه لپاره کېدلی شي؟

کابل ته د هندوستان د ملي امنيت شورا مرستيال د سفر موخه څه ده؟

پاکستان ته د افغان پلاوي په سفر کې دواړه لوري په دې سلا شوي چې د سولې بهیر د پر مخ بیولو لپاره په راتلونکو څو ورځو کې مشخص اقدامات وکړي. هندوستان اوس ډار لري چې ممکن د تېرو وختونو په شان به پاکستان يو ځل بيا له افغان حکومت څخه په دغه هيواد کې د هندوستان د نفوذ د مخنيوي او حداقل د کمولو لپاره لاس په کار شي؛ ځکه هندوستان په دې باور دی چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د نيابتي جګړې پر دوام باور لري. د پاکستان لخوا پر نيابتي جګړې د باور ښه بېلګه يې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشريف د استازي مشاهد حسين هغه څرګندونې يادولی شو چې امريکا ته د سفر پر مهال يې ويلي و د افغانستان د سولې لار له کشمير څخه تيريږي.

هندوستان پوهيږي چې په پاکستان کې پوځ، چې تر ټولو ځواکمن چارواکی یې لوی درستیز دی، د افغانستان او هندوستان په اړه د پاکستان د سیاست په ټاکنه کې اصلي رول لري. هندوستان باور لري چې کابل ته د پاکستان د لوی درستيز سفر او د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان باندې خبرو کې به په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ د مخنيوي په اړه خبرې کيږي. هندي لوری اوس داسې اندېښنه لري چې ممکن پاکستان د افغان سولې اړوند د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان په لړ کې له افغان سولې سره د مرستې په بدل کې په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ مخنيوی افغان حکومت ته شرط وړاندې کړي؛ ځکه خو يې افغانستان ته د پاکستان د لوی درستيز له سفر وړاندې خپل د ملي امنيت شورا مرستيال راواستولو څو دغو اندېښنو ته ځواب پيدا کړي.

اوس بايد افغان حکومت دواړو سيالو لورو (هند او پاکستان) ته دا قناعت ورکړي چې افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کیږي. افغانستان د نيابتو جګړو ډګر نه دی او دغه دواړه هيوادونه دې خپلمنځي اختلافات او رقابتونه په خپلو هيوادونو کې وپالي. افغان حکومت بايد د هندوستان د ملي امنيت شورا مرستيال ته دا ډاډ ورکړی وي چې د کابل او اسلام آباد اړيکې د افغانستان په سياست کې د هندوستان شاته غورځولو په مانا نه دي. افغان حکومت بايد هندوستانی لوري ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان – پاکستان د عمل پلان د افغانستان يواځې د افغان سولې پروسې پر مخ بيول دي او له هندوستان سره په سياسي اړيکو هيڅ کوم اغيز نه لري.

همداراز پاکستاني پلاوي ته چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې کابل ته راشي، هم بايد قناعت ورکړل شي چې د کابل ـ ډهلي اړيکې د پاکستان پر ضد نه دي، پاکستان که غواړي چې د افغانستان په سياست کې برجسته ځای ولري؛ نو د هندوستان په شان دې د افغانستان په ابادۍ او پرمختګ کې خپلې ګټې ولټوي. افغان حکومت ته ښه چانس په لاس ورغلی دی او په کار ده چې له دغه فرصته اعظمي ګټه واخلي او دواړو لوري په دې قانع کړي چې افغانستان يو خپلواک هيواد دی او هيڅکله يې خاوره د بل هيواد پر ضد نه کارول کيږي.