کور / سياسي / پارلمان – تېر او راتلونکی

پارلمان – تېر او راتلونکی

لیکواله: نسیمه نیازۍ

د یوه هېواد د قانون سازې شبکې اکثر مسوولیت او ارزښتناک فکري او شننیز پیر د هغه هېواد په پارلمان کې دی. هغه چې د پښتو په اصطلاح یې ولسي جرګه یا د ولس کور بولي.
په دغه سرنویشت ساز کور، جرګه او پارلمان کې د ولسونو د ژبې، فکر او بیان دودیز استازیتوب د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې وجود لري، خو د افغانستان په اسلامي جمهوري نظام کې د استازولۍ دغه رسمي موجودیت بشپړ شاملېږي.
خو تر ټولو ښه پارلمان چې د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې یې د پام وړ ارزښت درلودلی، خپله کړنه یې د قانون سازۍ، نظام سازۍ او نورو هغو لپاره په لویه فیصدۍ ثابته کړې، اصلاً د استازو پاکي او ژمنتیا پکې پراخه برخه درلودلې ده.
دا چې د اوږدمهال ستراتېژيانې ورته موجودې دي او د هغوی په رڼا کې د نافذه قوانینو په پلي کېدو کې بریالي کېږي، جلا بحث دی.
په فقر ځپلي افغانستان کې له شک لرې چې ولسونه په دې روږدي شوي چې هر څه ورته واکمن نظام تر سره کړي، پرته له هغې کړنې چې د دوی د کورنۍ په محدودیتونو کې د دوی په ګټه ثابتېدلی شي؛ نورو ټولو ته د مزد د اخیستو په تمه وي. له همدې امله په واک کې یو شمېر خلک چې نفساني خواهشات یې پولې نړوي او په مال او دولت پسې لالهانده ګرځي، له پیله د اوږدو ډالري پروژو په رانیولو پسې سرکونډۍ وهي، ولس د څو نغدي پیسو په بدل په ولو کېښنوي؛ تر هغې چې د مزل پای یې منزل ته ورسېږي، نو یې له لوړه سره په تعلاق را وپرزوي او سینې یې له ناچارۍ دوه ځایه شي.
له بده مرغه د ولس له منځه د همدې ولس د تمې او توقوع په بنیاد، د یو استازي په توګه د دې لپاره چې د ولس غمخور، د دوی د اوږده راتلونکي د ستودامنۍ او سوکالۍ لپاره قوانیون ورته وضعه کړي او د ورځني ژوند اسانچاري یې وګرځي؛ آسمان څکي خلک ترې جوړ شي، د همدې ولس غمخوري خو نه کړي، ان په لوی لاس ورته ستونزې جوړوي.
بېلګې یې د تېر پارلمان یو شمېر وکیلان دي چې ان په افغانیت یې لا د لوبو کولو لپاره پښې ابلې کړي او سرتړوني یې په شلو ولونو چې هر ول یې د یو چا د نا مشروع پېرزوینې ښکارندوي کوي، په جنجالي او لنډغریز تړون کې را څرګند شي.
ښایي دوی به د افغانیت، اسلامیت، خپل هویت، ملي ارزښت، وطنپالنې، حُب الوطن، ننګ، ناموس، تاریخ او تور او سپین په نامه څه نه پېژني. که یې یو له دوی پېژانده، په اوسني برخلیک به نه اخته کېدل.
تېر پارلماني نظام ته په کتو د ټاکنو او استازلېږنې شيمه د خلکو په احساساتو، فکر او خیال کې لا وژل شوې ده، د بېرته ژوندي کېدو پر وړاندې یې د دوی ښکرور درواغ او نامناسب استازیتوب سترګو ته شي، ناهیلي شي او حتا په خپل ځان یې د غله او معامله ګر ګمان راشي.
خو له دې سره سره مې ولسونو او صادقو هېوادوالو ته سپارښتنه دا ده! چې د خپلو ارزښتونو د لا نورو بایللو لپاره میدان پرې نږدي.
په لوی اکثریت باید له لاسه ورکړو ارزښتونو د بدیل او جبران په موخه خپله مړه روحیه را ژوندۍ کړو، پاکو، با احساسه، صادقو، ایماندارو او په وطن مینو استازو ته په هر قیمت چې وي، خو قانوني لارې پرانیزو.
اصل همدا دی چې (آزموده را آزمودن خطاست) خو که د تقوا او وطندوستۍ د معیار په ټاکلو سره یو شو، وړ کسان لېږلی شو.
دغه قانون سازه او سرنویشت سازه شبکه به که خدای ج کول د تېر په څېر نه وي؛ دا ځل د کار خلک او د دستار خلک ورځي. خویندې به مو د عزت او تر شملو لا پرغیرته پړوني پر سر د رښتوني استازیتوب ویاړونه ولري.

د خپلواک او پرمختللي افغانستان په هیله