کور / راپور / وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو یوځل بيا ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو یوځل بيا ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

داځل هم د افغانستان په نېږدې ۲۳ ولایتونو کې څه باندې ۵۰۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د روان ۲۰۱۸ م کال پنځمه میاشت (مى) کې هم د تېر په څېر د ملکي خلکو په وژنه او ځورونه کې د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري پاملرنه نه ده شوې.

 تېره میاشت چې د روژې نیمايي هم تشکیلوي د وسله‌والو ډلو له لوري په ځانمرګو بریدونو، سړک غاړې ماین چاودنو، هدفي وژنو، هاوان مرمۍ توغولو او همدارنګه د حکومتي ځواکونو له لوري په شپنیو او له وسله‌والو طالبانو سره په مخامخ جګړو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه میاشت کې له ۶۰ زیاتې د مرګ ژوبلې مختلفې پېښې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون(۱۸۳) کسان شهیدان شوي او(۳۳۷) نور ټپیان دي.

د دغه مرګ ژوبلې ډېره برخه په ننګرهار کې رامنځته شوې، د(CPAG) د معلوماتو پر اساس تېره میاشت په ننګرهار کې ۴۶ کسان شهیدان او ۱۳۶ ټپیان شوي دي. همدارنګه په کندهار او خوست کې هم د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې ثبت شوي دي.

د ملکي وګړو د خونديتوب اوعدالت غوښتنې ګروپ( (CPAGد معلوماتو له مخې چې په (مې)میاشت کې د ترهګریزو پېښو لویه برخه د مختلفو ولایتونو په ښارونو کې رامنځته شوې ده.

CPAG چې د ملکي خلکو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې په برخه کې کار کوي د روژې په لومړۍ ورځ يې هم د شلو ولایتونو د څه باندې ۶۰۰ ملکي کسانو هغه غوښتنه چې په روژه کې دې ملکي خلک نه وژل کیږي، د یوې اعلامې په ترڅ کې خپره کړې وه، هلته هم له وسله والو ډلو غوښتل شوي و چې په روژه مبارکه میاشت کې دې اوربند اعلان شي.

 دغه ګروپ دا ځل بیا له وسله‌والو طالبانو او حکومتي ځواکونو څخه غواړي چې لږ تر لږه دې د روژې مبارکې په پاته ورځو کې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي او خپل جنګیالي پرې نږدي چې په داسې ځایونو کې بریدونه او عملیات وکړي چېرته چې ملکي کسانو ته زیان اوړي.