کور / راپور / پکتیا ځوانانو د سولې لپاره  ولسي کمپاین پيل کړ.

پکتیا ځوانانو د سولې لپاره  ولسي کمپاین پيل کړ.

پکتیا کې یو شمېر ځوانانو او د مدني ټولنو غړو د سولې په موخه په کلیو او بانډو کې له قومي مشرانو او سپین ږیرو سره د سولې راوستلو ولسي کمپاین پيل کړ.

د دې  پرګرام تنظیمونکي وايي، موخه یې  په  لرې پرتو سیمو کې له خلکو سره په ګډه د سولې د غږ پورته کول دي، تر څو د خلکو په  همکارۍ دا هڅې بریالی شي.

دوی، د سولې دغه کمپاین  د مرکز اړوند تېرې له سیمې  پيل کړ، چې هلته  د خلکو له هرکلي سره مخ شو او د سیمې خلکو له دې هڅو په کلکه ملاتړ وکړ.

يو تن قومي مشر حاجي عمرګل وايي: ټول ولس نور له  جګړو په  تنګ شوي او نور نه  غواړي، چې ځوانان یې په جګړو کې ټپيان یا ووژل شي.

نوموړی وايي، بغیر له سولې ژوند نا ممکن دی او باید دواړه غاړې د خلکو غوښتنو ته احترام وکړي او له  جګړو لاس واخلي.

د دې کمپاین يوتنظمونکی ډاکټر شفیق الله سحر وویل، چې د دې کمپاین له لارې غواړي، تر څو په لرې پرتو سیمو کې له دیني عالمانو او قومي مشران سره خبرې وکړي او له دې لارې وسلوال طالبان وهڅوي، چې سولې ته غاړه کیږدي.

نوموړی وايي، ولس د سولې تږی دی او وسلوال طالبان هم باید  چې د افغان حکومت وړاندې شوې طرحې ته مثبت ځواب ووايي او ددې روانې جګړې د پای ته رسیدو فکر وکړي.

نوموړي پر نړېوالې ټولنې هم غږ وکړ، چې د جګړې د اوږدېدو فکر دې نه کوي او نور دې په دې هیواد کې د ریښتنې سولې راوستو لپاره کار وکړي.

له دې وړانې په پکتيا او يو شمېر ولايتونو کې د سولې لپاره د ځوانانو او مدني فعالانو هڅې روانې دي خو مالومه نده چې دغه هڅې به تر کومه نتيجه ورکړي.