کور / اقتصادي / د کاروبار دندې

د کاروبار دندې

لییکنه: ګلاب بهار

د کاروبار مهمې او کلیدي دندې په لاندې ډول دي:

۱-تولیدي دنده: د کاروبار لومړنۍ او مهمه دنده د توکو او خدماتو تولیدول دي تر څو د ټولنې اړتیاوې رفع کړي، سربېره پر دې کاروباریان باید هڅه وکړي چې له سرچینو څخه اعظمي استفاده وکړي، ځکه سرچینې په طبیعت کې محدودې او ختمېدونکې دي، نو که چېرې یو کاروبار برقرار پاتې شي باید د خپلو شته امکاناتو او وسایلو څخه اعظمي استفاده وکړي، ترڅو له یوې خوا يې ګټه کړې وي او له بلې خوا د سرچينو د کموالي څخه خوندي پاتې وي.

۲- مالي دنده: د کاروبار دویمه دنده د پانګې او تمویل برابرول دي، تر څو د خپلو توکو او خدماتو عرضه جاري وساتي.

د پانګې او تمویل برابرولو لپاره دوې سرچینې موجودې دي:

• خپله پانګه

• په سود اخيستل شوې پانګه

۳-مدیریتي دنده: په اوسنيو کاروبارونو کې دا تر ټولو مهمه دنده ده چې د بشري سرچینو د مدیریت د توکو او خدماتو د تولید لپاره منظم پلان، کنټرول او ارزيابي ترسره کړي، تر څو کاروبار ټاکل شويو موخو ته لار پیداکړي.

۴-د نوښت دنده: په اوسنۍ نړۍ کې چې د کاروبارونو تر منځ شدیده سیالي روانه ده او هر کاروباري غواړي چې په بازار کې خپل رقیب ته ماتې ورکړي، نو د یوه کاروبار د ودې او پرمختګ لپاره اړينه ده چې نوي اختراعات او نوښتونه ترسره کړي تر څو په بازار کې خپل رقیب مات او کاروبار ته پراختیا ورکړي.

۵- تشکيلاتي دنده: کاروبار باید یو غښتلی او قوي اداري تشکيل ولري، ځکه قوي اداري تشکیل کولی شي د تکراري لګښتونو مخه ونیسي او کاروبار د پرمختګ خوا ته وهڅوي.

۶-د کنټرول دنده: په کاروبار کې د کنټرول له دندې څخه موخه د خپلو موجوده او تېرو اقتصادي فعالیتونو پرتله کول دي، يعنې کاروباریان باید وخت ناوخت خپل اوسني فعالیتونه له تېرو هغو سره پرتله کړي ترڅو د کاروبار د سطحې اندازه معلومه کړای شي (د کمښت او زيادښت کچه) او که چېرته کومه ستونزه موجوده وه او د کاروبار فعالیتونه يې د تېر په پرتله کم کړي وي، نو مخکې له دې چې ستونزه پراخه شي د هغې د حل لارې چارې دې وسنجول شي.

۷-د محرک دنده: د دې لپاره چې یو کاروبار په پرلپسې ډول پرمختګ وکړي، باید دغه دنده عملي کړي. د دې دندې څخه موخه خپلو کارګرانو ته د اغېزناکې انګېزې انتقال دی چې د انګېزې په انتقال کې باید له بېلابېلو لارو چارو کار واخیستل شي. د بېلګې په توګه کارګرانو ته د امتیازاتو ورکول، د روغتیا په برخه کې د اسانتیاوو برابرول، وخت نا وخت رخصتۍ او داسې نور.

۸-د خطر لګېدنې دنده: هر کاربارو شاید د یو لړ ستونزو او خطراتو سره مخ شي، د دې دندې څخه په استفادې سره مخکې له دې چې کاروبار د کوم خطر سره مخ شي، کاروباریان باید د خطر لګېدنې لپاره چمتو واوسي او باید مخکې له مخکې خپل کاروبار بيمه کړي، تر څو د احتمالي پېښو په وخت کې يې کاروبار د منحل کېدو څخه خوندي و اوسي.

۹- د بازار موندنې دنده: په یوويشتمه پېړۍ کې د کاروبار لپاره د بازار موندنې دنده تر ټولو مهمه دنده ده، تر څو توکي او خدمات د مؤلد څخه مستهلک ته ورسوي. د بازار موندنې دنده ټول هغه فعالیتونه او کړنې رانغاړي، چې د توکو او خدماتو په پېر او پلور، توزيع، ترانسپورت او ګدام پورې اړه ولري.

۱۰- د ټولنيز مسوولیت دنده: د دې دندې په نظر کې نيولو سره د کاروبار هدف باید یوازې د ګټې ترلاسه کول نه وي، بلکې کاروبارونه باید په داسې طريقې سره طرحه کړای شي چې د ټولنې د پرمختګ سبب هم شي او د دوی غوښتنو او ستونزو ته ځواب ویونکي و اوسي.