کور / راپور / ديني علماء: په افغانستان کي ځانمرګي بريدونه حرام دي

ديني علماء: په افغانستان کي ځانمرګي بريدونه حرام دي

نن په کابل کي د هيواد د ټولو ولايتونو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ علماء راغونډ سوي وه چي د افعانستان د وروستي حالت په هکله خپل دريځ روښانه کړي او پر وړاندی يې خپله مسؤولانه فتوا صادره کړي.
د ۲۵۰۰ علماوو په ناسته کي چي د لويي جرګې په خېمه کي سره راغونډ سوي وه يو اووه ماده ايز پرېکړه ليک تصويب سو او په دې مادو کي يې دا روښانه کړه چي په افغانستان کي روانه جګړه هيڅ شرعي حيثيت نه لري او د اسلام له اړخه دا جګړه حرامه ده. په کابل کي جرګه سويو په زرګونو ديني علماوو د افغانستان د روان وضعيت په هکله خپله فتوا په اوو مادو کي صادره کړه چي مادې يې په لاندي ډول دي:

لومړى: د افغانستان اسلامي جهموريت چي له ۹۹ سلنه ډير خلک يې مسلمانان دي او اساسي قانون يې د سيمې په کچه تر ټولو ډېر اسلامي دی، پر وړاندې يې وسله واله مبارزه او د جهاد تر نامه لاندې کړنې هېڅ راز شرعي جواز نه لري؛ د ديني نصوصو پر اساس د جهاد حکم يواځې د اسلامي دولت (مسلمان حاکم) واک دی.
دويم: دا چي په افغانستان کي جګړه ورځ بلې ته پسې غځېږي او هره ورځ د دې جګړې په ترڅ کي له دواړو غاړو او ولسي خلکو په لسګونو کسان وژل کېږي او د جګړې په تداوم هېڅ راز ګټه مرتبه نه ده، بلکي ګټې يې يوازې دښمنانو ته رسېږي؛ نو د جګړې دواړه غاړې حکومت او طالبان بايد د سولې خبرو ته کېني او روان ناورين ته د پای ټکی کېږدي.
درېيم: په اسلام کي انتحار او انفجار هېڅ ډول شرعي اساس نه لري، نو پر همدغه دليل ټول ترسره کېدونکي ځانمرګي بريدونه، ترور، لارې شکونې او وېره اچونه په قطعي توګه حرام دي، ترسره کول، تمويلول او ورسره مرسته کول يې ناروا او غير شرعي دي.
څلورم: هر هغه څوک چې سولې ته غاړه نه ږدې د الله جل جلاله او د رسول صلى الله عليه وسلم پر وړاندې مسوول او په ښکاره توګه د الله تعالى له اوامرو سرغړونه کوي.
پنځم: افغاني ټولنه يوه اسلامي ټولنه ده، د هر ډول ديني او اخلاقي مفاسدو ترويجول او ټولې هغه کړنې چي له ديني اساساتو سره په ټکر او د ځوانانو د بې لارۍ لامل کېږي، مردودې دي او بايد مخنيوی يې وسي.
شپږم: د مسلمانانو تر منځ د قوم، ژبې او مذهب پر بنسټ هر ډول نفاق، تعصب، تبعيض او ورته کړنې د اسلام مبين دين له اساساتو سره مغايرت لري او عاملین یې له اسلامي احکامو سرغړوونکي شمېرل کېږي او د دغو ناروا اعمالو ترسره کول او يا هغو ته وسيله ګرځېدل ټول منعه دي او د سزا وړ ګڼل کېږي.
اووم: موږ د هغو افرادو، بنسټونو، ډلو او هېوادونو مداخله چي په افغانستان کې د جګړې د دوام سبب ګرځي او د افغان وژنې او نفاق لامل کېږي، په کلکه یې ردوو او محکوموو یې.