کور / کیسه / عمر خوړلې فرښته/لنډه کيسه

عمر خوړلې فرښته/لنډه کيسه

 ژباړه: حامدالله ستون

له یوې شتمنې کورنۍ کره دوه فرښتې د شپې تېرولو لپاره ورغلې. دې کورنۍ ښه چلند نه درلود. د فرښتو پر مخ یې د مېلمستون دروازه وتړله او د استراحت لپاره یې ورته تلخونه (تاکاو) په واک کې ورکړه.

عمر خوړلې فرښتې د تلخونې په دېوال کې یو چاک ولید؛ خو وروسته یې چاک پټ کړ. کله چې ځوانې فرښتې پوښتنه ترې وکړه، چې ولې دې داسې کار وکړ؛ نو هغې ځواب ورکړ: کوم څه چې څنګه ښکاري، په هغه ډول نه دي.

سبا شپه دواړه فرښتې د یوې بېوزله، مګر مېلمه پالې کورنۍ کره ورغلې. د ساده ډوډۍ تر خوړلو وروسته بېوزله خاوند او مېرمنې خپله بستره فرښتو ته پرېښوده. کله چې سهار شو، فرښتو ولیدل، چې ښځه او خاوند دواړه ژاړي او د شیدو هغه غوا یې مړه شوې وه، چې د روزۍ یوازینۍ وسیله یې وه.

ځوانه فرښته غوسه شوه او له زړې فرښتې یې وپوښتل، چې ولې دې پرېښودل، تر څو داسې پېښه را منځ ته شي؟ هغې بلې کورنۍ هرڅه لرل او بیا هم تا ورسره مرسته وکړه او د دېوال چاک دې یې ورته پټ کړ؛ خو دا کورنۍ چې هېڅ نه لري، تا پرېښوده چې غوا یې مړه شي؟

زړې فرښتې ځواب ورکړ: کله چې د شتمنې کورنۍ په تلخونه کې وو، ومې لیدل چې د دېوال په چاک کې د سرو زرو کڅوړه اېښې ده. دا چې هغوی ډېر حریص او بد اخلاقه وو، نو د دېوال چاک مې پټ کړ او سره زر مې یې له نظره پناه کړل. خو تېره شپه چې کله د غریب سړي او ښځې په بستره کې پراته وو؛ نو د مرګ فرښته د غریب سړي د ښځې د روح اخیستو لپاره راغلې وه او ما د ښځې پر ځای د هغې غوا ورکړه.

ځینې پېښې څنګه چې ښکاري، هغسې نه دي او مونږ ډېر وروسته په دې ټکي پوهیږو.