کور / اقتصادي /  په نیمرزو کې د اومه ډیزلو د تصفیې او په اصلي ډیزلو د بدلولو فابریکه پرانیستل شوه.

 په نیمرزو کې د اومه ډیزلو د تصفیې او په اصلي ډیزلو د بدلولو فابریکه پرانیستل شوه.

په نیمرزو ولایت کې په لومړي ځل د (سعید عطايي فلتر پرس شرکت) په نامه د اومه ډیزلو په اصلي ډیزلو د بدلولو او تصفیه کولو فابریکه جوړه شوه. په دغه فابریکه چې شاوخوا (۲،۸) ملیون ډالره پانګونه شوې ده، په څلورویشت ساعتونو کې د (۵۴۰) ټنه په اندازه تېل تصفیه کوي.

یاده فابریکه د ولسمشر د یو شمېر سلاکارانو، نیمروز والي انجنیر سمیع او مرستیال والي سردار محمد همدرد او لسګونه نورو سوداګرو او دولتي چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د دغې فابریکي د پرانیستنې پر مهال مرستیال والي سردار محمد همدرد و ویل، چې په خصوصي سکټور کې یاده فابریکه لویه لاسته راوړنه ده او د ولسمشر غني د پلان سره سم پانګوال ورځ تر بلې لېوالتیا پیدا کوي او  په خصوصي برخه کې پانګونه کوي.

د همدرد په وینا چې په یاده فابریکه کې شاوخوا پنځوس تنه کار کوونکي پر کار لګیا دي، چې په راتلونکي کې به یې شمېره لوړه شي.

له بلې خوا د یاد شرکت نماینده رسول وايي، چې د یادې فابریکي ماشینري یې له جاپان هېواد څخه راوړې ده او په ټولو برخو کې یې معیار پلی کیږي. د نوموړي په وینا چې په شرکت کې کسبي کارکوونکي لري، چې په ټولو معیارونو پوه او د کار سلاحیت لري.

رسول یاده فابریکه د افغانستان او په ځانګړې توګه د نیمروز ولایت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي خپل کار ته تر دې لا هم پراختیا ورکړي.