کور / شعر / د زيږېدو ورځ

د زيږېدو ورځ

د مصري شاعر «کامل الشناوی» یو شعر مې پښتو کړی.
نجیب منلی
شاعر : کامل الشناوي (۱۹۰۸ – ۱۹۶۵)
ژباړه : نجیب منلی
د زېږېدو ورځ

ای زما د زېږېدو کږلې ورځې بیا هم راغلې
ماشومتوب مې را نه تللی
سپین وېښته مې پر سر ښکاري
خو ای کاش چې ای زما د زېږېدو کږلې ورځې
تا پسې بل سبا نه وای
کاش چې زه د ژوند صحنې ته
له ازله داخل نه وای!
ژوند مې وکړ خو پوه نه شوم
چې دا هم ګوندې ژوندون و
کاش چې زه هم له ازله
تش یو روح وای پاتې شوی.
بې ځوانئ د عمر شپې وې، 
دې ژوندون کې سپرلی نه و.
محبت په درد اخلم
که یې څوک راباندې پلوري
زه یو وهم، یو سراب یم.