کور / #PTM / آصف غفور: پاکستانۍ رسنۍ بايد پښتون ژغورني غورځنګ ته خبري پوښښ ورنه کړي

آصف غفور: پاکستانۍ رسنۍ بايد پښتون ژغورني غورځنګ ته خبري پوښښ ورنه کړي

د پاکستان د پوځ وياند آصف غفور وايي، پاکستانۍ رسنۍ ښه کوي چي پښتون ژغورني غورځنګ ته خبري پوښښ نه ورکوي.

آصف غفور چي په يو خبري کنفرانس کي يې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويل، دا خبره وکړه چي د ياد غورځنګ ملاتړ له افغانستان څخه کېږي او د منظور پښتين خولۍ هم له افغانستان څخه راوړل سوې ده او د افغانانو په هڅو مشهوره سوې ده.

د غفور په وينا، افغانستان د منظور پښتين او د هغه د غورځنګ ملاتړ کوي.

غفور دا هم وويل چي د غورځنګ  غوښتني د اساسي قانون په چوکاټ کي دي.

د يوې پوښتني په ځواب کي اصف غفور وويل، په واڼه کي د غورځنګ پر يو مشر علي وزير باندي بريد د امن کمېټې کړی دی چي دپاکستان د پوځ ملاتړ ورسره دی. نوموړي دا هم وويل چي بريد هغه وخت رامنځ ته سو چي کله د غورځنګ پلويانو د پاکستان پر ضد خبري وکړې.

خو د غورځنګ مشران وايي چي بريد د پاکستان د پوځ په ملاتړ ځايي طالبانو کړی چي دوی يې د خپلو فعاليتونو څخه راګرځول او وړاندي هم طالبانو علي وزير او نورو مشرانو ته خبر ورکړی وو چي د ياد غورځنګ له ملاتړه لاس په سر سي.

دوې ورځي وړاندي په واڼه کي طالبانو د پښتون ژغورني غورځنګ پر يوه مخکښ مشر علي وزير باندي بريد وکړ.
بريد پر داسي مهال سوی وو چي علي وزير او ورسره ملګري د طالبانو سره د خبرو لپاره د هغوی جرګې ته ور روان وه.
وړاندي هم طالبانو علي وزير ته اخطارونه ورکړي وه چي د پښتون ژغورني غورځنګ له ملاتړه لاس په سر سي.
د همدې خبرو موخه علي وزير د خپلو ملګرو سره طالب جرګې ته ور روان وو چي په واڼه کي د يو پټرول پمپ سره ورباندي بريد وسو.
له بريد وړاندي طالبانو په سيمه کي د ياد غورځنګ له پلويانو خولۍ سوځولې او هغوی يې تهديدول چي د غورځنګ څخه ليري سي. خو کله چي علي وزير سيمي ته ورسېدی ملاتړو يې دا شعارونه پيل کړه چي” یه جو دهشت گردی هے اسکے پیچهے وردی هے “.
د همدې شعارونو سره طالبانو د پښتون ژغورني غورځنګ پر پلويانو ډزي شروع کړې، چي په نتيجه کي يې لس تنه ژوبل سوي دي.
د ځينو سرچينو په حواله چي د غورځنګ د پلويانو د مقاومت له امله طالبانو له سيمې پښې سپکي کړي دي.
د بريد پر مهال پوځ او مليشه چي په سيمه کي پراخ حضور لري هيڅ مداخله نه ده کړې او نه يې د بريد پر وخت سيمي ته ځانونه رسولې دي.
پښتون ژغورني غورځنګ وايي، پاکستانی پوځ د غورځنګ د رامنځ ته کېدو سره په واڼه او شمالي وزيرستان کي طالبانو ته ځيني سيمي سپارلي دي او په هغوی باندي هدفي وژني کوي.
د نن ورځي د بريد په هکله د غورځنګ په زرګونو ځوانانو ويلي چي دوی په واڼه کي د طالبانو مرکزونه سوځوي، که په رښتيا پوځ د طالبانو همکار نه وي نو د ولسي خلګو ملاتړ دي وکړي.