کور / #PTM / د پاکستاني پوځي طالبانو پر ضد په خيبر پښتونخوا او د پاکستان په ځينو ښارونو کي د پښتون ژغورني غورځنګ پراخ لاريونه روان دي

د پاکستاني پوځي طالبانو پر ضد په خيبر پښتونخوا او د پاکستان په ځينو ښارونو کي د پښتون ژغورني غورځنګ پراخ لاريونه روان دي

د پښتون ژغورني غورځنګ پلويانو په خيبر پښتونخوا او د پاکستان په ځينو ښارونو کي پراخ لاريونونه پيل کړي دي.

دا لاريونونه د پاکستان د پوځ او طالبانو د هغه بريد پر ضد دي چي دوې ورځي وړاندي يې د غورځنګ  پر يو مشر علي وزير او د هغه پر پلويانو کړی وو.

دوې ورځي وړاندي په واڼه کي طالبانو د پښتون ژغورني غورځنګ پر يو مخکښ علي وزير او د هغه پر پلويانو بريد وکړ چي په نتيجه کي يې ګڼه مرګژوبله واړول.

همداراز د غورځنګ پلويانو د طالبانو دفترونو ته اور ورواچاوه او طالبانو له سيمي پښې سپکې کړي.

د غورځنګ مشر منظور پښتين پر خپله فيسبوکپاڼه وويل، دا لاريونونه د پاکستان د حاکمي ادارې پر ضد دي چي پر غورځنګ يې وروستي ترهګريز بريدونه يې وکړه.

تېره شپه په پېښور، کوئټه، ږوب، پښين، ډېره اسماعيل خان، سوات، مردان او د پاکستان په اسلام اباد کي پښتون ژغورني غورځنګ لاريونونه وکړه.

په پېښور کي احتجاجي مظاهرې ته په خبرو کي د پي ټي اېم مشر محسن داوړ ويلي، “د پي ټي اېم سره د حکومت لخوا د مذاکراتو خبرې کېدې دوی ورته د خبرو دپاره د جرګې نومونه ورولېږل خو حکومت ترې اوس په شا کيږي او اوس به دوی ته اول د پي ټي اېم د وژل غړو حساب ورکوي وروسته له هغې بيا پي ټي اېم خبرې کوي”.

همداراز پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کي د لاريون پر مهال د ياد غورځنګ ۵۰ ملاتړي نيولي دي.

د غورځنګ  يوې مشرې ثنا اعجاز ويلي “پاکستان ۷۰کاله د پښتنو وسايل، ځوانان او ځمکې خوړلي او د پښتنو څخه يې ترهګر جوړ کړي دي، په کتابونو او ميډيا کي يې ورته غداران ويلي دي”.

محسن داوړ د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور د غورځنګ  په اړه خبرو ته په غبرګون کي ويلي، “پر پي ټي اېم د افغانستان د ملاتړ او خوليو  راتلو تورونه لګيږي،  خو زه دا پوښتنه کوم چي کله ستا طالبان د افغانستان د طالبانوسره  بيعت کوي پر هغه خو تا کله هم نيوکه نه ده کړې خو د منظور پښتين پر ټوپۍ ستا اعتراض دی”.

اصف غفور چي په يو خبري کنفرانس کي يې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويل، دا خبره وکړه چي د ياد غورځنګ ملاتړ له افغانستان څخه کېږي او د منظور پښتين خولۍ هم له افغانستان څخه راوړل سوې ده او د افغانانو په هڅو مشهوره سوې ده.

د غفور په وينا، افغانستان د منظور پښتين او د هغه د غورځنګ ملاتړ کوي.

غفور دا هم وويل چي د غورځنګ  غوښتني د اساسي قانون په چوکاټ کي دي.

د يوې پوښتني په ځواب کي اصف غفور وويل، په واڼه کي د غورځنګ پر يو مشر علي وزير باندي بريد د امن کمېټې کړی دی چي دپاکستان د پوځ ملاتړ ورسره دی. نوموړي دا هم وويل چي بريد هغه وخت رامنځ ته سو چي کله د غورځنګ پلويانو د پاکستان پر ضد خبري وکړې.

منظور پښتين په خپل يو پېغام کي ويلي چي د پېښور پر لت به ترهغه روان وي ترڅو چي په اسلام اباد کي د غورځنګ ملاتړي خوشي سوي نه وي.

همداراز  ښاغلي پښتين پر ټولو پښتنو باندي ږغ کړی چي د نړۍ په ګوټ  ګوټ کي په واڼه کي د پاکستاني پوځ د ملاتړو طالبانو د بريد پر ضد راپورته سي او پراخ لاريونونه وکړي.

پاته دي نه وي چي سبا چهار شنبه په ډنمارک، هالنډ، بلجيم، جرمنی او سويتزرلنډ کي د پاکستاني پوځ پرضد پراخ لاريونونه په پام کي نيول سوي چي اروپا مېشتي پښتانه به پکي پراخ حضور ولري.