کور / د ماشومانو نړۍ / پکتیا : په سیدکرم اواحمدابا ولسواليو کې طالبانو  (۲۲) ښوونځي تړلي دي

پکتیا : په سیدکرم اواحمدابا ولسواليو کې طالبانو  (۲۲) ښوونځي تړلي دي

د پکتیا ولایت په سیدکرم او احمدابا ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې طالبانو ( ۲۲ ) ښوونځي په دې بهانه تړلي، چې حکومت دې ښوونځيو ته پام نه دی کړی او ماشومان پکې په ستونزو کې زده کړې کوي.
د سیمې قومي مشران او ولایتي شورا هم د ښوونځیو تړلو خبره مني، وايي چې دغه ستونزه یې له ولایتي ادارې او پوهنې ریاست سره شریکه کړې، خو تر اوسه یې په دې برخه کې کوم اقدام ندي کړی.
پوهنې ریاست مسولین بیا د دغې موضوع په اړه رسنیو سره له خبرو کولو ډډه کوي، خو ولایتي اداره بیا وايي، د موضوع په اړه به پلټنه وکړي.
د پکتیا د ولایتي شورا غړی محمدرحمان قادري  وویل، چې وسلوالو طالبانو له څو ورځو راهسې دغه ( ۲۲ ) ښوونځي تړلي او د سیمې خلکو ته یې ویلي چې دغه ښوونځي یې به دې خاطر تړلي، تر څو پوهنې ریاست ورته توجه وکړي.
دوی وايي، ستونزه یې له ولایتي ادارې او پوهنې ریاست سره شریکه کړې، خو په دې برخه کې یې تر اوسه مثبت ځواب ندی ترلاسه کړی.
قومي مشر ګل آقاهمدغه خبره کوي اووايي، چې له څو ورځو راهیسې دغه ښوونځي تړلي خودخلاصون لپاره ېې خبرې روانې دي.
بل لورته د پوهنې ریاست مسولین په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو ولایتي اداره وايي، دغه ستونزه له دوی سره په رسمي ډول نده شریکه شوې.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د دې موضوع په اړه به پلټنه وکړي.
نوموړی زیاتوي، چې ولایتي اداره په دې هڅه کې ده، تر څو هغه سیمو ته چې هلته په پوهنیزه برخه کې ستونزې وي، د امکاناتو په شتون سره به ورته رسیده ګي وکړي.
نوموړي دا هم وویل، چې د شل ښوونځيو لپاره تدارکاتي چارې بشپړې شوې او په لنډ وخت کې به پرې د ترمیم کار پيل شي.