کور / اسلامي /  پکتیا وال : له افغانیت او اسلامیت نه منکرو اشخاصو ته په هیواد کې ځای نشته !

 پکتیا وال : له افغانیت او اسلامیت نه منکرو اشخاصو ته په هیواد کې ځای نشته !

تېره ورځ پکتیا والو د یو مدني حرکت له لارې د هغو کسانو پر ضد غږ پورته کړ، چې افغانیت او اسلامیت نه مني.

دوی له افغان حکومت څخه د هغو کسانو پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه، چې په هیواد کې د خلکو تر منځ تفرقه اچوي او د اوسني حکومت د تخریب هڅې کوي.

پکتیا اوسیدونکي وايي، هیواد کې ځینې کسان د نورو هیوادونو لپآره جاسوسي کوي او د هیواد خاوره پر نورو پلوري.

دوی چې د ګردیز ښار په مرکزي چوک کې راټول شوي و، د هغو کسانو پر ضد یې شعارونه ورکول چې د افغانیت او اسلامیت له نوم نه منکر دي او دوی یې په هیواد کې اصلي خاینین وبلل.

یو تن لاریون کوونکی محمدعلي جان وايي :” ځینې کسان د ایران او پاکستان هیوانو د ګټو لپاره په هیواد کې د افغانیت او اسلامیت له کلیمې څخه منکر دي. پر حکومت باندې غږ کوو، څوک چې افغانیت او اسلامیت نه مني دوی باید له هیواد نه وایستل شي”.

يو بل ګډونوال وويل،“ ځینې کسان په هیواد کې له افغانیت او اسلامیت نه غلطه استفاده کوي، د دوی په مقابل کې باید د افغانستان غیرتي ولسونه یې پر ضد ودریږي، دوی ته باید افغان حکومت وخت ورنه کړي.”

د دې حرکت يو بل تنظیمونکی قومندان نقیب الله پکتیا وال رسنیو ته په خبرو کې وویل، چې په هیواد کې یو شمېر د پردیو هیوادنو کسان غواړي، چې د شخصي اهدافو لپاره د خلکو په منځ کې نفاق رامنځته کړي .

نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د هغو کسانو پر ضد اقدام وکړي کوم چې  افغانیت او اسلامیت نه مني.

قومندان نقیب الله پکتیا وال : “ نن چې د پکتیا ولسونه راټول شوي یو، ځینې کسان لکه پدرام او یو شمېر نور کسان غواړي، چ په هیواد کې د خلکو ترمنځ د شخصي ګټو لپاره نفاق اچوي او دا هیواد خاوره په نورو هیوادونو پلوري.

مونږ د ولسمشر غني تر شا ولاړ یو او په کلکه ترې ملاتړ کوو او غوښتنه ترې کوو، چې داسې کسانو ته تسلیم نه شي او د دوی پرضد اقدام وکړي.”

په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دې ته ورته پراخ لاریونونه شوي وو ، چې له مرکزي حکومت نه يي د هغو اشخاصو د محاکمې غوښتنه کړې وه چې د افغانیت له نوم سره يي مخالفت ښودلی وو.

له دې وړاندي په پنجشېر ولايت کي ځيني کسان په پېژنپاڼو کي د افغان د کليمي سره د مخالفت په پار راټول سوي وه او يو مدني لاريون يې جوړ کړی وو.