کور / اسلامي / دیني عالمانو خپل مسوولیت ادا کړ

دیني عالمانو خپل مسوولیت ادا کړ

ليکنه: محمدزمان ستانکزی

افغانستان کې روانې جګړې یوڅلویښتم کال ته ننوتي دي او لا نه ده معلومه چې کله به پای مومي خو یو څه چې څرګند دي له خلکو د لویو قربانیو اخیستنه ده. داسې کور به پیدا نه شي  چې د څلورولسیزو جګړو په یو ډول ځپلی نه وي، خو هغه متل دی چې وایی غر چې څومره لوړ دی په سر لار لري. په افغانستان کې د دې څلورو لسیزو په بهیر کې ډېرې هڅې شوي چې دا جګړې پای ومومي خو تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.

د حامد کرزي دوره

نوي نظام کې چې حامد کرزی د واک په ګدۍ کیناست د ټولو  هیلې دا وې چې افغانستان به د بن پرېکړو په اساس مخ په وړاندې ځي، خو د څو کلونو په تېرېدو سره دغه تعبیر غلط وخوت او د طالبانو او افراطیت پدېدې بیا افغانستان په خپل غیږ کې را ایسار کړ. جګړو زور واخیست خود وخت حکومت هم د سولې لپاره هڅې تیزې کړې، له شل ځلو ډېر ولسمشر حامد کرزی پاکستان ته ولاړ ګوندې چې پالیسي بدله او د سولې لپاره پنجاب اقدام وکړي، خو هسې ونه شول، د حامد کرزي دوره کې له پاکستان سره د اړیکو د جوړولو هڅه وشوه خو پاکستان د هند او افغانستان دوستي په تشویش کې اچولی و او په کابل یې نه تېرو کې باور درلود او نه یې اوس هم پرې لري.

د محمد اشرف غني دوره

ولسمشر غني د سولې لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي، له پاکستان سره یې حکومت د حکومت په کچه خبرو وړاندیز وکړ او له طالبانو سره یې هم د سولې په خبرو کې هر ډول وړاندې شرط لرې کړ، خو طالبانو د نوي کال په پیل سره د خندق په نوم پسرلني عملیات پیل کړل چې د ډېرو وینې یې وبهولې. د محمد اشرف غني حکومت هڅه کوي چې یوه لاس کې خبرې اترې او په بل کې د جګړې وسایل ولري.

دواړه اړخونه مهم دي، که جګړه کې برلاسی وې، نو مذاکراتو کې هم برلاسي لري او که برعکس کیسه وه نو سیاسي ډګر کې هم برعکس اوسه.

د اوسني حکومت یوه ښه ځانګړنه دا ده چې بین الافغاني خبرو یې رنګ راووړ ګلبدین حکمتیار له ناڅرګند  آدرس څخه څرګند آدرس کې میشت شو.

د افغان حکومت د سولې هڅې هیله بښوونکې دي. افغان حکومت اوس سیمه او نړۍ کې د افغانستان د سولې په تړاو یوه اجماع جوړه کړې ده، او دې اجماع کې پاکستان ګوښه دی.

اوسني حکومت کې هڅه شوې چې له دیني نظره روانه جګړه ناروا وبلل شي، څه چې دې برخه کې ډېر کار شوی. د دوشنبې په ورځ کابل کې شاوخوا ۲ زرو دیني عالمانو غونډه وکړه او په افغانستان کې یې روان ترهګریز بریدونه او حملې ناروا وبللې. په غونډې داعشیانو حمله وکړه او اتو تنو دینی عالمانو چې روژه په خوله وو، ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا شل نور ټپیان شول.

مهمه خبره دا ده چې دیني عالمانو د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او ویې ویل دلته جهاد جواز نه لري. دیني عالمانو وویل، روانو جګړو د بهرنیو مداخلو ته لار هواره کړې ده، په رښتیا هم همداسې ده.

دیني عالمانو د نظام ننګه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان نظام اسلامي دی او اساسي قانون یې د اسلامي قوانینو په رڼا کې جوړ شوی دی. د دوی په خبره په افغانستان کې ټول نافذه قوانین د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې جوړ شوي دي او ټول اسلامي اړخ لري. دغه غونډه داسې مهال جوړیږي چې لنډو شپو او ورځو کې په جده کې د ۳۶ اسلامي هېوادونو سرمشریزه جوړېدونکې ده او په دې غونډه کې د افغانستان د جګړې په تړاو خبرې کیږي.

طالبان دې بیړه وکړي

طالبان د دې خاورې بچیان دي هیڅوک یې له افغانیت او اسلامیت بې برخې کولی نه شي، د دې لپاره چې هېواد آرام ژوند ولري باید دغه ډله د سولې خبرو ته کیني. د سولې لار تر ټولو غوره ده، په سوله کې د ټولو ګټې نغښتي دي.

طالبان دې نور د خپل هېواد ورانولو لپاره د تهران او اسلام آباد په فرمایش کارونه پریږدي، دا زمونږ ګډ کور دی او په ټولو برابر حق لري.

د جګړو له لارې هیڅوک نه شي برلاسه کیدای، په یوه هېواد کې چې  څه باندې نوي سلنه وګړي یې مسلمانان دي، په کې جهاد د هغو خلکو عقایدو او ارزښتونو ته سپکاوی دی.