کور / سياسي / که زه طالب وای، في سبیل الله جهاد مې کاوه

که زه طالب وای، في سبیل الله جهاد مې کاوه

ليکنه: حفيظ الله تسل

تېره ورځ د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه تر ۲۵۰۰ څخه زیاتو دیني عالمانو په کابل کې د یوې غونډې په پایله د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د قرآنکریم د تفسیر په دلایلو سره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا، انتحاري، د بمونو چاودوونکي او د ملکي او بېګناه وګړو وژونکي یې دوزخیان و بلل.
دا هغه فتوا وه چې له کلونو یې حکومت او افغان جګړه ځپلي ولس د صادرېدو هیله درلوده او په بې صبرۍ ورته سترګې په لاروو. دغه فتوا په هغه ډول چې قانع کوونکي وای، د یو څه ضعف تر څنګ د جګړې د سم لاسي درېدو او د پای ته د رسېدو لپاره ښه پیل ګڼل کېدای شي.
د علماوو د ګډې اجماع په پایله کې د فتوا له اعلان وړاندې په دیني چارو کې د ولسمشر سلاکار مولي عنایت الله بلیغ د وینا په ترڅ کې پر حکومت او وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې باید د دغې مبارکې میاشتې په دې وروستیو لسو ورځو کې د اوربند پیل په جدي ډول وکړو، له هغې وروسته به د سولې په اړه مکې معظمې ته لاړ شو او هلته به سوګند یاد کړو چې نور به جګړه دروو، بلیغ په داسې حال کې چې د بهرنیانو په شتون هم خپل خفګان څرګند کړ.
دا ستره خبره وه، خو ولې؟
د اسلام په نامه روانه جګړه چې که د اسلامي امارت په نامه یې وسله وال طالبان کوي، داعش ډلې خو هسې هم د اسلامي دولت نوم خپل کړی، د القاعده شبکه خو بیخي ځانونه د اسلامي جهاد سرلاري بولي، پخوا د حزب اسلامي او نورو جنګي ډلو ټولو به د خپلې جګړې نوم في سبیل الله جهاد باله او تر ننه یې ویاړنه هم کوي.
که څه هم افغان څلوېښت کلن جنګ د في سبیل الله جهاد فریضه په حقه او د خپلې دایعې د ترلاسه کولو لپاره د شریعت حقوقي سرمایه په لاس کې لرله، دوه اړخونه یې نور هم لرل، یو دا چې د بهرنیو مجاهدینو لپاره افغان جګړه جنت ته د تلو لنډه لار ګڼل کېده او بل اړخ کې یې ګاونډیانو او هغو ته چې دلته یې ماتې خوړلې وه، د نیابتي جګړې او خپلو مخالفینو ته د زور ښودنې او د سیالۍ ښه ډګر ښکارېده.
بدګڼې یې له اره درلودې چې د استخباراتي شبکو جاسوسان پکې بې حسابه ځای پر ځای شول، د حکومتي مقاماتو، قومي مشرانو او احزابو په کچه یې داسې کړۍ جوړې او مرتبې کړې چې تر اوسه یې ملت په اور کې درلوی دی. افغانستان د لویو لوبو او جنګي ستراتېژیانو مهم جز وګڼل شو. تاریخ ته داسې تورې څېرې هم ور وپېژندل شوې چې د ملي خاین، غل او چپاول ګر اوصاف پسې تړل کېدل او ځیني پکې د رښتوني او کاذب ترمنځ له توپیر پرته اتلان هم شول.
په هر ترتیب، اوس چې د جګړو لویه برخه وسله وال طالبان جوړوي، د عالمانو د فتوا له مخې د دوی جګړه هم ناروا بلل شوې.
طالبانو چې د خپلو ګڼو جنګي عملیاتو نومونه به یې د سپېڅلي جهاد د ویاړمنو غزاګانو، فتوحاتو او اسلامي ارزښتونو لکه (بدر، عمري، خندق، ابوبکر…) او داسې نور نومول، ښايي د خپلې ایډیا له مخې دغو ویاړونو ته د درناوئ په خاطر یې دغه نومونې غوره ګڼلې. که زه طالب وای، ما به د علماوو کرامو د پرونۍ اجماع له مخې د مکې معظمې په کوربه توب، پرته له دې چې له امریکا، چین، اروپا او کفارو یا مسلمانو ملکونو سره د سولې خبرې کړې وای، هلته به مې د خدای ج د رضایت د لاسته راوړلو په خاطر، د ملکي او بې ګناه انسانانو، همدا راز د طیبې د کلیمه ویونکي له وژلو لاس اخیسته. ځکه چې دواړه لوري افغانان یو او پر ځای د دې چې کفارو ته د وتلو زمینه برابره کړو، په خپلو غوښو یې کوربتوب کوو، ګرم هم موږ یو او هغوی ته د پاتې کېدو فرصت هم موږ ورکوو.
په داسې حال کې چې د دوی په شتون کې په نوم افغان او مسلمان ارام نه دی او نه به یې زړه ومني چې په قرآن پاک ثابت شوی دښمن دې د اولیاوو کرامو په خاوره خړې موزې او نجس بدنه وګرځي.
له اسلامي مشروع حکومت سره چې نړۍ یې په رسمیت پېژني، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې سفارتونه لري او هر ډول مشروع اړیکې یې ورسره ساتلي دي، د دې لپاره یو ځای کېدم چې د دې بېشمېره دښمنانو پر وړاندې مې خپل وجدان ته ځان له خجالت وېستلی وای.
د دې لپاره مې هم سوله کوله چې د مقدسو مدرسو، ګلالیو حافظانو، وارثت انبیاء (دیني عالمانو) د معرف بلبلانو، مخورو سپين ږېرو، خوېندو مېندو او ځوانانو د بدنامولو او ملا ماتولو کوم پلانونه چې زما ګاونډيان او یا د هېواد نور دښمنان یې لري، زموږ او د نورو جنګي ډلو په فزیکي او فکري جګړه کې یې عملي کوي، په خپل نه موجودیت مې د هغوی پلانونه شنډول، ورسره د همدې حکومت د ځواک د پیاوړتیا لپاره یې پر وړاندې درېدم.
هغه وسله والې ډلې چې یا د اسلام په نامه او یا د دې له امله چې جګړې ورته د غلا او معاملې زمینه برابره کړې ده، خپله روزي د ټوپک په جاغورونو کې لټوي، یعنې جګړه یې کار او کسب ګرځېدلی، دې ته مې اړ اېستل چې في سبیل الله هغه جهاد داسې وکړي، څو له هېواده د بهرنیانو د وتلو سبب وګرځي او له خپلو نفسي خواهشاتو سره چې تر ټولو ښه جهاد دی، تر سره کړي.
د اکبر حج ګټل د زړونو ګټل دي، ما ته د فتنو په دې زمانه کې د اکبر حج ګټل جنت ته تلو لنډه لار ده.
له بده مرغه د غونډې په پای کې هغه څوک چې د اوربند لپاره د پیغمبر ص ښار او مکه معظمې ته د تعهد په هدف بلنه ورکوي، په نښه کېږي؛ پرته له دې چې موټر یې ویجاړېږي، نور ورته کوم زیان نه رسېږي، خو ۱۲ تنه علما او څلور تنه د غونډې ساتونکي پکې په شهادت رسېږي.