کور / تازه خبرونه / په خوست كي ناټو ته مرګ ژوبله واووښته

په خوست كي ناټو ته مرګ ژوبله واووښته


د ناټو ځواكونو منلې چي نن سهار يې د خوست په ولايت كي يو سرتېرى له لاسه وركړ.
د ناټو له عمومي قومندانۍ څخه په يوه خپره سوې اعلاميه كي راغلي چي د خوست په ولايت كي يې يو سرتېرى نن سهار ووژل سو.
په اعلاميه كي د وژل سوي عسكر هويت نه دئ په ډاګه سوى او نه يې هم د مړېني علت ښودل سوى دئ.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي د خوست په صبريو ولسوالي كي يې د امريكايي ځواكونو يو ټانګ په ماين الوزولى دئ، چي له امله يې پكښي ناست عسكر وژل سوي دي.