کور / تازه خبرونه / ناټو: د طالبانو جنګي قومندان ووژل سو

ناټو: د طالبانو جنګي قومندان ووژل سو


د ناټو له عمومي قومندانۍ څخه په يوه خپره سوې اعلاميه كي راغلي چي برتانوي پوځيانو په هلمند كي د طالبانو يو لوړ پوړى جنګي قومندان وژلى دئ.
اعلاميه وايي د ملا شېخ په نوم د طالبانو دغه قومندان د يكشنبې په ورځ په موسى كلا ولسوالي كي د برتانوي پوځيانو له خوا ووژل سو.
د خبرپاڼي له مخي له ملا شېخ سره دوه نور طالب ملګري هم وژل سوي دي.
خبرپاڼه زياتوي چي ملا شېخ په هلمند ولايت كي د طالبانو لوړ پوړى قومندان وو چي پر افغان او برتانوي پوځيانو يې په ډېرو بريدونو او مخامخ جنګونو كي لاس درلودئ.
د ناټو د پورتنۍ ادعا په هكله تر اوسه طالب ويندويانو كوم غبرګون نه دئ ښودلئ.