کور / تازه خبرونه / په ميدان وردګو کي چاودنه وشوه

په ميدان وردګو کي چاودنه وشوه

 

لراوبر ته د طالبانو له خوا  په وروستی رارسيدلي خبر کي ذبيح الله مجاهد ليکي چي همدااوس لږ شيبه مخکې ( نن سهار څه کم لس بجې ) د هغې درندې چاودنې له امله چې وسله والو طالبانو د  له خوا د دولتي ادارې پر پوليسو د ميدان وردګ ولايت د”سره پله” په سيمه کې د” ميرګو غونډۍ” سره نژدې ، د يوه ريموټ کنټرول ماين په مټ ترسره شوه ، له امله يي درې تنه پوليس ځای پر ځای ووژل.

طالب وياند ليکي چي چاودنه په داسي حال کې ترسره شوي چې وژل شوي پوليس په سيمه کې پلي په ګزمه بوخت ول .