کور / تازه خبرونه / سالنګ کې دامريکايي عسکرو دوه ټانګونه له منځه تللي

سالنګ کې دامريکايي عسکرو دوه ټانګونه له منځه تللي

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر له خوا د ۲۰ جولای په خبرپاڼه کي ذبيح الله مجاهد ويلي چي تيره شپه دوې بجې ، د هغه وسله وال بريد په ترڅ چې د طالبانو له لوري د امريکايي عسکرو پر يوه پوځي کاروان د بغلان ولايت د سالنګ شمالي د” چارمغزګولای” په سيمه کې د يوه کمين په ترڅ کې ترسره شو،له امله يي دکاروان دوه زغروال ټانګونه له منځه تللي دي .

په بريدکې چې ګڼ شمير طالبانو پکې برخ اخيستي وه ، له امله يي بهرنيانو دکاروان دواړه ټانګونه ويجاړ کړای شوي اوپکې سپاره عسکر چې شمير يي دولسوتنوته رسيدی ، ځای پر ځای وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپيان شوي دي .

تربريد وروسته ددښمن سره مخامخ جګړه هم شوي ، د جګړې په جريان کې سيمې ته ددښمن له خواګڼ شمير هلیکوپټر راغوښتله شوي او مجاهدين په خوندي توګه د خپلومرکزونو په لور ستانه شوي دي .

تربريدوروسته لويه لاره ددښمن له خوا دترافيکو پر مخ تړل شوي او ويجاړټانګونه يي دمګړۍ په سیمه کې پراته دي