په کليفورنيا کښي د لوی افغان د ټولني خبرتيا او غندنه
درنو هېوادوالو؛
مونږ د لوی افغان د ټولنې مشرتابه او ټولې څانګې د لطيف پدرام (د په نامه ملي ګنګرې )ګوند مشر وروستۍ بې مسؤليته ، ملي او افغاني ضد څرګندونې چې د (خره ،اسان ) په نوم يوی تلويزيوني خپرونې سره ېي لرلې ، په کلکه غندو او د افغانستان د اړوندو چارواکو څخه غوښتنه کوو چې دا افغان ضد اشخاص او ډلې ټپلې په قانوني توګه مجازات کړي٠
همداشان د هېواد دسترې محکمې له چارواکو څخه په درناوی سره غوښتنه کوو چې د هغو ګوندنو او اشخاصوچې په ملي او افغاني ضد څرګندونو سره غواړي د ورنو قومونو تر مېنڅ فاصلې او توپيرونه مينڅ ته راوړي او د مغرضو ګاونډيانولاس پوڅي او ا جيران دي ، د دوی حقوقي فعاليت صلب او يا وڅنډوي ٠
په درنښت
د لوی افغان ټولنه د ٢٠٠٨ کال د جولای د مياشتې١٧مه کليفورنيا