" /> " /> " /> " /> شهيد روحاني ته ډالۍ  – لراوبر ویب پاڼه
کور / شعر / شهيد روحاني ته ډالۍ  Fotos

شهيد روحاني ته ډالۍ  Fotos

د جنت په پار


پرېږده چې هېلمند مې تر هامون د سيستان ورسي
زمول ريښه مې زيم ته د تبجن رېګيستان ورسي


پرې چې د پېړيو دا نګوښلې قافله زما
تش خو يوه ګرد ته د مختللي کاروان ورسي


لارې شي دشپې سمندري غلو له پلو پاکې بيا
سيند ته د سپېدو  مې جلوهلی ارمان ورسي


نن سبا د دې پرغزي ځمکې سوې ساندې به
بياهم تر پيلغوږي شين څادري اسمان ورسي


تا د خپل جنت په پارکړ درست جهان دښمن راته
لاس به مې اخېر ستا د بادار تر ګرېوان ورسي


بيا به د احمد د بري برم تر ګنګ جمن پورې،
سوبې د محمود تر زنده رود اصفهان ورسي!


لندن، 20-7- 08