کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امريکا ته تسليم شوي حزبيان دي يې نه لولي

امريکا ته تسليم شوي حزبيان دي يې نه لولي

پرون په کابل کې د لويې جرګې په هغه خيمه کې چې د امريکا په څو سوه زرو ډالرو لګښت جوړه شوې او تل پکې ددې ښکېلاکګرۍ او وينه څښونکې امپراطورۍ او دهغې دګوډاګۍ ادارې پرګټه غونډې او جلسې کېږي دحزب اسلامي افغانستان چې په افغانستان ،سيمه او نړۍ کې ځانګړى شهرت اومحبوبيت لري دغړيو په نوم څو تنه راټول شوي وو او افغان دولت ، اوددې ادارې بادارانو ته دتسليمۍ او سرټيټۍ په عملي ميکانيزم وغږ ېدل . ددې مصنوعي حزب اسلامي يوه غړي ډاکټر فضل محمد ابراهيمي بي بي سي ته وويل چې دوىغواړله حکومت سره مرسته وکړي ، دافغانستان په سياست کې فعال حضور او ان دولسمشرۍ په ر
اتلونکيو ټولټاکنو کې خپل نوماند ولري .
همداراز ددې مصنوعي حزب !! اسلامي لنډ مهاله مشر عبدالهادي ارغنديوال څو څو ځله پخپلو مرکو کې دکرزي له ادارې ، ددې ادارې له لاسته راوړنو !!، اساسي قانون او په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونوله شتون څخه په کلکه دفاع کړې ده .
باورلرم چې دېته اړتيانشته چې زه حزب اسلامي افغانستان چاته وروپېژنم . ځکه دافغانستان او نړيوالې ټولنې هروګړى داجهادي ګوند په ټوله معنى پېژني .
له شک پرته حزب اسلامي افغانستان دافغانستان دجهادپيلوونکى، ګټونکى ،دجهاد دارزښتونو او اصالت ساتونکى او په افغانستان کې ترټولو ګوندونو دډېر معنوي او ولسي ځواک درلودونکى ګوند وو او لاهم داټول ځواک پکې موجود دى .
حزب اسلامي افغانستان هغه ګوند دى چې دسرې امپرطورۍ پر ضددسپيڅلي جهاد پر مهال يې دجهاد په سلوکې شپيته بوج پر اوږو اخيستى وو او دنجيب تر ماتې وروسته يې هم په کابل کې دستمي او سکتارستي نامتجانسه او نامقدسه ائتلاف دواک ته رسېدومخه ونيوله او دجهاد او افغان ولس دښمنانو ته يې دا وخت ورنکړ چې له دروازې وتى دښمن بېرته دکلا پر دېوالو راواړوي .
حزب اسلامي افغانستان له برم او عظمت څخه ډک هغه نوم وو چې په اورېدو به يې دهر ديني او ملي خائن وېښته نېغ او هډوکي زېږه شول .
دا هغه دوياړونولوړه شمله ده چې په پېښور کې به ډېرو جهادي ګوندونو ددې ګوند ترسيوري لاندې ژوند کاوه.اوپه دوى به يې ځان ساته.
حزب اسلامي افغانستان هغه بې بندوباره نامنظم او بې در او دروازو ګوند نه وو چې دنورو تنظيمونو په څېر به هر کس او ناکس ورننووت او هلته به يې ځان خوندي احساساوه .دې ګوند اساسنامه او مرامنامه درلوده ، دعضويت او رکنيت لپاره يې ځانته پړاوونه درلودل اوهغه څوک چې غوښتل به يې ددې ګوند غړيتوب ترلاسه کړي اړ وو چې دنفس او روح دتذکيې بېلابېل پړاوونه ووهي ، پرځان دشپې بې خوبۍ ،دورځې لوږې او تندې، سختې اوتنګې تېرې کړې ، په ځان کې دجهاد او مبارزې روحيه وروزي، دغړيو لپاره يې د(( مسؤوليت هاى عضو )) په نوم رسالې چاپ کړې وې .
په حزب اسلامي افغانستان کې دهر کمزوري تن لپاره دغړيتوب ځاى نه وو ، هلته يو هوډ، يوه جذبه،يو احساس يو درد يوديني او ملي غرور موجود وو.
حزب اسلامي افغانستان نه سازش کاوه نه يې باطل ته سرټيټاوه ، نه يې په اسلامي او ملي ارزښتونو سودا کړې ده . نه يې ريګن، مشر او کشرجورج بوش ته ټيټه ويلې او نه يې برېژېنف او ګورباچوف ته.
له دې لنډې يادونې څخه مې موخه داده چې ددې مصنوعي او امريکايي حزب اسلامي کمزوريو چارواکيو ته يادونه وکړم چې تاسو خو دهغه حزب اسلامي غړي وئ، چې مشرتابه يې ريګن ته هم سرټيټ نکړ ، ان دکتلو وخت يې هم ورنکړاو له هغه سره دکتنې دتکراري غوښتنې وروسته يې دريګن لورته وويل چې زه نه غواړم ستا له پلار سره وګورم دازموږ دجهاد غرور ته زيان رسوي او که پلاردې (چې ديوسپر طاقت مشروو) له ما سره دکتلوپه اړه پرماډېر فشار راوړي نو زه به امريکاپرېږدم .
ماته ياد دي چې په سپينه شګه کې له مجاهد ورور حکمتيار سره له رسمي خبرو وروسته ( په هغه ناسته کې له تاسو سره اوس ملګرى شوى يو تن هم حاضر وو) بيا هم خبر په لوېديځ ، له افغان جهاد سره دهغوى پر اړيکو وه نو ماورته دمشورې په توګه وويل چې له يوې خوا مو روسانو سره جګړه پيل کړې ده او له بلې خوامو له لوېديځ سره دومره نه پخلاکېدونکى دريځ نيولى ايا دا به مو جهاد او حزبي ګټو ته زيان نه ورسوي او ايا په دې شېبو کې به لږ نرمښت زموږ په ګټه نه وي نو ده په ناراضه انداز راته وويل چې(( که موږ غرب ته دوه فيصده تمايل وښيو نو همداسبابه په افغانستان کې دحزب اسلامي حکومت وي
، له دې کارسره به دغرب حمايت ترلاسه کړو خو دخداى ج نصرت به تل راباندې قطع شي )) نو تاسو ولې دافغان جهاد غرور وپلوره او دپرديو په لاس نڅېدونکې ادارې او هماغه غرب ته له دې خبرې شل کاله وروسته ته تسليم شوئ، که څوکۍ او ډالر مو دومره خوښېدل نوولې مو دادېرش کاله له لاسه ورکړل . نن خو به مو دهاغو نورو مجاهدينو !! په څېر په چورپور کې ماڼۍ اودافغانستان په هرلوى ښار کې ګڼې پلازې درلودې .
ستاسو او دفهيم ،رباني ، عبدالله ،قانوني او امرالله صالح څه توپير دى هغوى امريکايان راوستل او تاسو تائيد کړل،هغوى داګنده رژيم راووست او تاسو ولس ته سوچه اسلامي نظام معرفي او له هرډول عيبه تبرئه کړ. ولې تراوسه کرزى او امريکا د هغوى هريوه ته باج، تاج ، قلنګ او حق السکوت ورکوي او تاسو په وچه لوبيا هم نه مړوي .
که تاسو ددعوت او مبارزې او اسلامي نظام دراوستلو خبره کوئ نو په خداى سوګند درکوم دزړه له اخلاصه يې ووايئ چې تاسو په سلو کې دوه هم ډاډه ياست چې ددې صهيونيستي او صليبي ځواکونوپه شتون کې به هسې په تشه خوله اسلامي نظام راولئ .
تاسو دهمدوى لخوا اسلام ته جوړې شوې دسيسې هره ورځ وينئ او اورئ نه ؟. ايا څوڅو ځله يې هم په عراق هم په ګوانتاناموهم دافغانستان په کندهار،کونړ، بګرام او… کې عظيم الشان قران دکثافاتو په بيلر کې نه دى اچولى ، ايا درسول الله ص دکاريکاتورونوترشا ستاسو دهمدې زورورو مېلمنو لاسونه نشته ؟دلته دارتدادلپاره افغانانو ته څوک جرئت ورکوي ؟.څوک مرتدين په ځانګړنو الوتکوکې روم ته بيايي او لومړى وزير يې هرکلي ته راوباسي ؟ ايادلته په کابل کې بداخلاقۍ تربنکاک هم ډېره وده نه کړې؟دلته کوڅه په کوڅه دمسيحيت او يهوديت لپاره ددعوت مرکزونه نه دي جوړ شوي؟ دلته حياناکÛ
اودستر او پردې نمونه مېرمنې له بهرنيو په شرابو تل مستو پوځونو سره بنديانې نه دي ؟، دبې ګناه او ملکي افغانانو وژنه دځان لپاره تفريح نه ګڼي.؟ تاسو داهرڅه نه وينئ ايادلته دچينايي، کوريايي او فرانسوي بداخلاقونجونوله سوداګرۍ ، مارکيټونو او دوارداتوله کچې خبر نه ياست . ايا دلته مجاهد يو توت ارزښت هم لري .تاسو او خداى هغه دپېښوريوورونو خبره په ايمان يې ووايئ چې دلته دمجاهد قدرډېر دى که ددوستم ،باباجان ، علومي ، ګلابزوى . او بيا هم په ايمان يې ووايئ چې اياتاسو نه پوهېږئ چې امريکا او متحدينويې دلته زرميلياره ډالر دهمدې لپاره ولګول او له زرو دډېر
و عسکرو قرباني يې دهمدې لپاره ورکړه
جناب!! ارغنديوال او فاروقي دې اسلامي نظام راولي ؟( اين خيالست ومحالست وجنون )
که تاسو وايئ چې موږ سياسي مبارزه کوو نو ايا لويديځوال په سياسي مبارزه باور لري؟ که فرض کړو چې تاسو ټاکنې وهم ګټئ نو ايا امريکا به واک او ارګ دروسپاري؟ تاسوو ليدل چې مسلمانوګوندونو په ترکيه ، الجراير،او فلسطين کې په غوڅ اکثريت ټاکنې وګټلې ايا امريکا ورته واک وسپاره .
ايا تاسو خبر نه ياست چې د القاعده او ترورست نوم هسې پلمه ده چې لوېديځوال يې دځان دګټو لپاره کاروي ، ايا دهسکې مينې کوچنيان ، مېرمنې او ناوې هم ترورستان وو؟ايا فلسطينيان، کشميريان، چيچنيايان عراقيان هم ترورستان وو زموږ باور دى چې تاسو پردې ښه پوه ياست چې دلته اوبه خړول او کبان نيول موخه ده . دلته ډېرې ژورې لوبې روانې دي ،داڅومجهوله الجبري معادله ده چې هراکس(x) يې ورک دى .
ايا تاسو له ارواښاد!! استاد سياف څخه هم عبرت وانخېست چې دملالۍ جويا په څېر ديوې معلوم الحاله مېرمنې په مخ کې هم غږېدلى نشي اوهغه (دافغانستان دمجاهدينو داسلامي اتحادمجاهد او تورزن رهبر پروفيسور استاد عبدالرب الرسول سياف )دجويا په څېر ديوې نجلۍ په وړاندې ټيټې سترګې ناست وي .، کله يې په ږيرې پورې خاندي او کله په پټګي پورې.
وارخطاکېږئ مه که ستاسو په نظر ژوندي استاد(سياف) ته مې ارواښاد وويلې ،که دهغه فزيکي وجود ژوندى دى نو معنوي وجود ،غروراو وياړ يې وخته په حق رسېدلى او اوس خاورې شوى هم دى .
انالله وانااليه راجعون .
تاسو فکر کوئ چې دلته حاکمه ډيموکراسي به تاسو ته اسلامي نظام راولي!!
او يا به تاسو دتبليغيانوپه څېر په عذر او ماته غاړه اسلامي شريعت نافذ کړئ او يابه امريکا او لندن داسلامي نظام دنفاذاجازه ستاسو په کچکول کې خيراتي درواچوي؟ داعارفانه تجاهل او ځان تېروېستل دي، دا په ګوته لمر پټول اودملت په سترګوکې خاورې شيندل دي.راځئ دختيځ له نابغه او فيلسوف شاعرڅخه يې واورئ


[آ تجه کوبتاتاهون تقديرامم کياهے
شمشيروسنان اول،طاوس ورباب آخر]
يا
[تقديرکے قاضى کا يه فتوے هين ازل سے
هين جرم ضعيفى کاسزا مرگ مفاجات]


ګرانو په خداى باور وکړئ چې داهرڅه درته دزړه له درده ليکم تاسو خو داسې څوک نه وئ چې کرزى دې ، يونيم زرحزبيان په يوکرايي کور او دوه وخته لوبياوو وپېري .او يادې ټول کابل مېشتى حزب اسلامي دمياشتې په (٥٠٠٠٠) ډالره کرايه کړي .
خيرکه ډالرو ته مو اودس نه ټينګېده او هرومرو مو په دې ګنګها کې دتعميد غسل کاوه نو بيا خوبه مو ځان ته لږ ه لوړه بيه ټاکلې وه، له غرب څخه راغلى افغان ګارسون اوسګ شوى هم کم ترکمه دلته دکرزي سلاکار او کم ترکمه( ٥٠٠٠٠) ډالره معاش لري ايا دا دشرم خبره نده چې يونيم زر حزبيان دې ديو سګ شوى په اندازه امتياز هم ونلري؟
ولې موځان دومره ارزانه ( بثمن بخس دراهم معدودة) وپلوره او دوى به اوس هم ستاسو په پېرلو کې زړه نازړه (من الزاهدين) وي . ايا دحزب اسلامي داغرور او داوياړونه دمياشتې په ( ٥٠٠٠٠) ډالره ارزي ؟
زه ددې جريان پيشپرک ډاکتر فضل محمد ابراهيمي پوښتم ( دى ځکه مخاطبوم چې دى دنورو په استازيتوب له خپرونو سره غږېږي او ويندوى يې دى ) تاسو ولې نمک حرامي کوئ ، ايا ستاسو داټول شخصيت او شهرت دهمدې حزب اسلامي او دهمدې حکمتيار له برکته نه دى ، که داحزب اسلامي ، داحکمتيار، داشهيدان او داټپيان نه واى نو ته او خداى دې څنګه شونې وه چې دملاريا يو عادي نيمه ډاکټر چې دى اوکورنۍ ېې ان په خپل کلي بازيدخېلو کې هم چا نه پيژنده دې لوى رئيس، دجلال ابادپه انګورباغ کې دڅو کورونو ، موټرو او باډيګارډانو خاوند،په خلکو کې ياد او(جناب محترم الحاج ډاکتر فضل محمد ابراهÙ
�مي ) شي ،دده بل کليوال ،وظيفه خور ملاجانباز( سرفراز))هم همداسې دراوخله .
ګرانو ورونو! په تاسوکې ډېر هوښيارخلک ، عالمان، ډاکټران، انجېنران… شته او پدې پوهېږئ چې خداى خپله خپل دين ساتلى شي .چاته اړ او محتاج ندى او داژمنه يې کړېده چې( ……واناله لحفظون) خو هغه موږ او تاسوازمايي، هغه خبيث له طيب څخه بېلوي( حتى يميزالخبيث من الطيب) ، او په پايله کې خبيثات له خبيثينو او طيبت له طيبينو سره يو ځاى کوي .
داجهان دفتنې او ازمايښت ډګردى (احسب الناس ان يترکوا ان يقولوا امناوهم لايفتنون) خداى به خپل لښکر پخپله بريالى کوي خو دهغه چا پرحال افسوس چې دڅوډالرو او څوکۍ لپاره يې پخپل لاس ځان له دې لښکر څخه ووېست او دافيض او مرحمت يې پرځان پېرزو نه وو.
حزب اسلامي افغانستان اوس نيالګى نه دى چې دهرشمال په راتللو سره به له بيخه ووځي دې ګونداوس ډېرې تودې اوسړې ليدلې ، څو څوځله ماده پرست خلک هم په ډله ييز ډول او هم په انفرادي ډول ترې بېل شوي خو هېڅ منفي اغيز يې پرې نه دى کړى . له دې ګوندڅخه ګوندونه وزېږېدل،ارواښاد !!رباني، ارواښاد مولوي خالص ،ارواښاد!! سياف ترې بېل شول، يوځل يې ټولې اجرايې استعفا ورکړه ، بل ځل ترې بيا ډېر دڅوکۍ وږي د رباني دخيرخانې له کوڅه واکي حکومت سره ملګري شول خوهېڅ اغيز يې پرې ندى کړى نو ستاسوبېلتون به پرې څه اغيز وکړي .
حزب اسلامي افغانستان اوس شجرة طيبة ده چې ( اصلها ثابت وفرعها فى السماء) دپاڼو په توييدلو خبرېږي هم نه .ستاسو دوېش داهوډونه يې خوځولى هم نشي .خو افسوس چې په دې ناځوانمردانه کارونو مو دملت پرټپونو مالګې دوړوئ او دعشق او مينې دتاريخ په پاڼو کې مو نومونه دوينو نه، بلکې دشيدو مجنونان ثبت شول .
پښتانه چې بل څه فکر کا ناپوه دي
بې له تورې خلاصى نشته په بل کار

خوشحال بابا