کور / تازه خبرونه / د غزني ولاړې اوبه، یوه هیره شوې پانګه

د غزني ولاړې اوبه، یوه هیره شوې پانګه

لیکوال:  امان الله احساس

دناوې ولاړې اوبه چې د غزنې د ولاړو اوبو په نوم هم یادیږي په ناوې ولسوالۍ کې موقعیت لري چې جنوب غرب اړخ د ولسوالي ته خورې دي.دا چې د ناوې ولسوالۍ په تیرو وختونو کې د مقر د ولسوالي یوه برخه وه نو ځکه ډیر کله دا اوبه د مقر د ولاړو اوبو په نوم هم یاديږي.د غزنی ولاړې اوبه تروې یا مالګینې دي د یادو اوبو ډیره ساحه له نیوو څخه ډکه ده دا ډنډ له بحر څخه شاوخوا دوه زره متره لوړوالی لري د اوبو حجم یا اندازه د کال د څلورو فصلونو په اوږدو کې فرق کوي په پسرلي کې نیږدې۲۷۰میلیون متره مکعبه وي او په مني کې بیا دا اندازه ۱۴۰ میلیون متره مکعبه ته را ټیټیږي. ‌ژوروالی یې هم تر څلورو مترو ډیر نده د یو شمیر جیولوجی پوهانو له انده ولاړې اوبه تر ډیره بریده د الوتونکو مرغانو دنسلونو ددوام او اوسیدلو ځای وي.

د غزني ولاړې اوبه له دوو وړو جزیرو څخه جوړې شوي چې یو یې تر۵۰ مترو پورې اوږدوالی او ۱۰ متره پراخوالی همدا ډول ۵۰۰ متره مربع مساحت لري او دوهمه یې چې له اولې هغې څخه لویه ده ۸۰ متره اوږدوالی،۲۰ متره پراخوالي او ۱۶۰۰ متره مربع مساحت لري چې د ژو لپاره یو وړ د ځالو او ژوند کولو چاپيریال رامینځته کوي.

دا ډنډ او د ناور دښته په کال کې د نړۍ یو تر دوه سلنه پورې د فلامینګونو کوربه وي.

په دې ډنډ کې تر اوسه شپږشپیته ۶۶ ډوله مرغان لیدل شوي چې هلته تر لوخو لاندې هګۍ اچوي،د بچو زیږونو لپاره ځالي جوړوي او ‌‌ژوند کوي. یادې لوخې سیمې ته د راتلونکو مرغانو لپاره د اوسیدو لپاره تر ټولو غوره ځای ده  دا اوبه ددوئ د اوسیدو لپاره دایمی او موقتی ځایونه جوړوی په یاده سیمه کې نه يواځې د سیمه ایزو مرغانو ځالې لیدل کیږي بلکې ګڼ شمیر کډوال الوتونکی هم یادې سیمي ته راځي او هلته د لنډ او اوږدمهال لپاره پاتې کیږۍ چې د الوتونکو ډولونه يې په لاندې ډول دي

چلچله های ابی،غچۍ،هیلۍ ،غزي،نوروزي الوتونکي،باران طلبي،،فلمینګونه،خورک کبان،لک لک چې سایبریایې نابلل شوي میلمانه په یادو ډنډو کې دي او داسي نور د اوبو او وچې الوتونکې .

لکه ځنګه چي کانادایي غزي امریکا ته بې ویزې تګ راتګ کوي په ورته څیر سایبریایې غزي او سایبریايۍ کلنګ هم یاد ډنډ ته ځانونه رارسوي،ولې له بده مرغه باید ووایو چې د یادو مرغانو له ډلو څخه يې کم شمیر اوس لیدل کیږي چې د خواشینۍ وړ خبره ده.

یادې اوبه نه یواځې دا چې د مرغانو د اوسیدلو لپاره اړین ځای ده بلکې د انسانانو د لیدلو او منظرې لپاره هم تر ټولو مشهور او غوره ځای بلل کیږي.

دبابر شاهنشاه په کال ۱۴۹۳ ـ۱۵۳۰ کې له یادو اوبو څخه لیدنه کړي وه او په لیدلو يې ډیر خوښ وو.
نوموړی په خپل یوه یادښت کې چې غالبآ د (تزک بابري) کتاب ده په یاد ډنډ کې دشلو زرو ۲۰۰۰۰ حسیني غزو د شتون یادونه کوي او دا سیمه د یادو مرغانو د پالني او تکثیر غوره ځایګی بولي.

نوموړی د ډیرو مالوماتو په پار لیکي چې هیڅ د اوبو ډنډ له یوې سرچینې پرته نه را منځ ته کیږي او له جیولوجیکي پلوه په یوه ټوټه ځمکه میلونونه کلونه تیریږي تر څو هلته یو کډی را منځ ته شي چې طبیعي جوړښت ولري او ورته له هر لوري د اوبو د رابهیدلو یا راتللو لارې وي هر سند،بحیره او د اوبو ستر بحرونه د اوبو له څو ګونو جریانونو څخه رامنځ ته کیږی د مقر ولاړې اوبه هم د غزني او ګردیز له رودونو څخه ډکیږي.

د خوړو د نړیوال سازمان د کال ۱۹۸۷ د راپور په بنسټ په یاد ډنډ کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ فرده حسیني غزي اوسیدل ولي اوسنۍ شمیره یې  د څیړنو د نشتون له کبله نا څرګنده ده.

د غزني رود د پغمان له غرونو څخه سرچینه اخلي د مشرق په لور جریان مومي له تورې جلګې او سراج بند څخه تیریږي او د غزني جلګې ته ور ګډیږي په غزني کې یو شمیر ځمکې خړوبه وي او همداسې دجنوب په طرف د مقر د ولاړو اوبو په لور جریان مومي او هلته بهیږي د غزني د رود معاونین د کل بروی،تالاب او قره باغ په نومونو یادیږي .

په دي ورستیو کې د غزني او ګردیز رودونه تر ډیره د اوبو لګونې لپاره کارول کیږي له همدي کبله ددي ویر شته چې د مقر ولاړې اوبه نورې هم کمې شي لکه څنګه چې د جیحون او سیحون اوبه د خړوبولو لپاره کاریدلې او په پایله کې د آرال ستر خلیج څنډې په وچه بدلې شوې.

په دې سیمه کې په پریمانه کچه غرني اغزي،غرني بادام،ترخې،د هوسۍ اغزي،د لښتۍ ګل،په اوبو کې غوټه کوونکې بوټي،لامبو وهونکې بوټې،د وچې او لندې بوټي،لکه ترخه،الګا،لنډ وني کراسې او ګز موندل کیږي.چې د سیمې د اوسیدونکو،ژوو او الوتونکو لپاره یو وړ چاپیریال د هګۍ اچونې،بچو زیږونې او ژمي تیرونې لپاره د کډوالو الوتونکو هغه چې د قزاقستان له سړو سیمو یا هم له هند او پاکستان څخه راځي او یا میشت مرغان وي جوړويچې د بیلابیلو موخو لپاره ورڅخه ګټه اخلي. دا بوټې نه یواځې د یادو الوتونکو له پاره اړین او ګټور دې بلکې له طبي پلوه هم د ستر ارزښت درلودونکي دي.

دې سیمې په تیرو وختو کې په لوړ شمیر الوتونکې لکه حسیني غزي کوم چې لوړه ونه،زړه راښکونکی غږ او خورا په زړه پوري رقص لري او اوس د ورکې له ګواښ سره مخ دي درلودل تر څنګ یې ګڼ شمیر اردک سرحنایی،تنجه،پلن مښوکي،فیلوش،شین سرې،ګیلار،خوتکا او سپینه خوتکا چې نیږدې ۶۶ ډوله کیدې درلودې  دیادو الوتونکو تر څنګ په سیمه کې ځیزګي،سره ګیدړه او سورلنډی هم موندل کیدل.

یاد الوتونکې او ژوي اوس هم په دې سیمه کې شتون او راتګ لري ولي د تیر په پرتله یې په شمیر کې د پام وړ بدلون راغلي چې د بشریت لپاره یې ګواښونکې حقیقت بللای شو دا ځاي د سیمې په کچه یو له ښکلو او د لیدو وړ ځایو څخه د ایکو توریستانو لپاره ده ولې دا چې یاده سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده  ناوړه امنیتي وضعیت له دې ښایسته ځاي څخه نه یواځې بهرني لیدونکې او توریستان بې برخي کړي بلکي زموږ په ګډون یې ګڼ شمیر افغانان او دغزني اوسیدونکي هم له لیدو بې برخې او د لیدو ارمانجن دي.

د غزني د ولاړو اوبو په ګراف کې اوس ډیر زیات ټیټوالی راغلی د سیمې د اوسیدونکو په خبره د کال په اوږده کې ډير کله ددې ډنډ څنډې په ټولیزه توګه وچیږي. دا وچیدنه نه یواځې د الوتونکو له پاره یو ګواښ ده بلکې د بشریت له پاره یې ګواښ بللای شو. ددې ډنډ په وچیدو به له یوه پلوه په سیمه کې د ځمکې لاندې اوبه ټیټي شي تر څنګ به یې د سیمې په هوا کې هم ناوړه بدلون رامینځ ته شي خلک به یو ستره طبیعي زیرمه له لاسه ورکړي په کوم پسې چې د سلګونه خلکو ژوند تړلی ده.

ددې ډنډ د اوبو د کمیدو عوامل بیلابیل دې چې اقلیمي بدلونونه او د خلکو دپوهې ټیټه کچه یې تر ټولو ستر هغه دي

دا چې له کال ۱۳۸۸ څخه را پدیخوا د چاپیریال ساتنې د ملي اداري د څیړنو په بنسټ په ټول هیواد کې د تودوخې درجه ۰.۶ درجه لوړه شوی او اورښت په منځنۍ کچه په میاشت کې 0.5 ملي متره کم شوي غزني هم له ورته ګواښ سره مخ دي.

په یادو سیمو کې تر ټولو ډیر اورښت په حمل او ثور میاشتو کې اوتر ټولو لیږ اورښت د اسد په میاشت کې وي.پخوا به د لیندۍ او کب په میاشتو کې په ټول غزني او یادو ډنډونو کې زیات اورښت د وارې په بڼه و او ډنډونه به د دوو یا دریو میاشتو لپاره کنګل کیدل، ولي په ورستیو کې د اقلیمي بدلونونو له کبله د واورو اورښت ډیر لیږ شوي او زیاتره اورښت د باران په شکل وي.

د میتیورولوژي د ملي ادارې د څیړنو پر بنسټ د غزني ولایت د هوا په تودوخه کې د تیر په پرتله د پام وړ بدلون راغلی چې یادو طبیعي  سیمو ته یې لوی ګواښ متوجه کړی که په همدې بڼه د هوا تودوخه دوام ومومي لیري نده چې د یادو سیمو اوبه به  وچې شي دا یوازې غزني نده چې له دې ګواښ سره مخ ده بلکې د هیواد هر ګوډ ان د نړۍ ګڼ هیوادونه له دې ستونزو څخه په چیغه دی. ولې په غزني کې ستونزه داده چې هلته د مدیریت کچه له صفر نه هم په کته ګراف کې قرار لري له یوې خوا د خلکو نا پوهي له بل اړخه  د مدیریت نه شتون ټول هغه څه دې چې د یادو سیمو راتلونکې انځور راته تیاره بریښوي.

ددې سترې طبیعي زیرمې د خوندیتوب او وچیدلو څخه د مخنیوي په پار لاندې څو حل لاري وړاندې کوم هیله ده اړونده چارواکې ورته اړینه او په وخت سره پاملرنه وکړي.

۱: دغزني د ولاړو اوبو څیړل

تر هر څه وړاندې موږ ته اړینه ده چې یاد ډنډونه تر علمي څيړنې لاندې راولو ورته مخ ګواښونه په نښه کړو،مالومه کړو چې عامل يې یواځې دهوا تودوخه ده یا د سیمې د خلکو کړنې هم ورسره ملګرتیا کوي.

۲: د شنه پوښښ رامینځ ته کول

د علمي څيړنو په پایله کې ثابته شوې چې شین پوښښ کولای شي دیوې سیمې د له مینځه تللي طبیعي حالت په بیرته راګرځونه کې ګټور تمامې شي،ځکه شنه بوټي او ونې د هوا په معتدله ساتنه او له ګرمي څخه په مخنیوي کې ځانګړی ځای لري نو په کار ده دیادو ډنډونو په شا او خوا کې له مینځه تللی شین پوښښ بیرته رامینځ ته کړو.

۳: د ملي پارک په توګه دیاد ډنډ اعلانول

طبیعي سرچینې دهر هیواد ملي پانګې دي او ساتنه یې دحکومتونو له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي ځکه همدا طبعیت ده چې انسانانو ته د ځمکې په مخ د ژوند کولو لاره هواري او زموږ ټولې اړتیاوې پوره کوي په همدې دلیل افغان حکومت ته په کار ده چې د غزني ولاړې اوبه دملي پارک په صفت اعلان کړي او هلته د هر ډول خپل سریو کړنو مخنیوی وکړي یاده سیمه په مکمله توګه په خپله ولکه کې راولي او د ټولو هغو ژو ساتنه وکړي چې د ورکې په حال کې دي.

۴:   د یادې سیمي د خوندیتوب په پار اوږدمهاله پلانونه جوړول

دا چې د غزني ولایت ولاړې اوبه د یوه ستر طبیعي ارزښت درلودونکې دي نو په کار ده چې د ساتنې،پراختیا او له وچیدو څخه د مخنیوي په پار ورته یو اوږدمهاله لیږ تر لیږه دیرش کلن پلان جوړ شي، یاد پلان باید د دو موخو لپاره پلی شي اول د ټولو هغو ژوند ډولو او ژوو دژوند د ژغورنې او پالنې لپاره وي او په دوهمه موخه کې د سیمې دخلکو د ژوند ښه والی په پام کې ونیول شي،ځکه که خلک د هوسا ژوند درلودونکي اوسي نو هغوئ کله هم دخپل ژوند د پایښت لپاره له یادو زیرمو څخه کار نه اخلي نو په کار ده همداسي یو اوږدمهاله پلان د یادې سیمې لپاره جوړ او پلی شي تر څو وکولای شو چې یاده سیمه راتلونکو نسلونو ته په بشپړه توګه په میراث پریږدو.

۵: په دو برخو دیادو سیمو ویشل

که چیرته وغواړو یو طبیعي سیمه په خپل حالت وساتو او له مینځه تللو څخه یې مخنیوی وکړو په کار ده چې یاده ساحه په دو برخو وویشو،یوه سیمه یې د ژو او الوتونکو لپاره ځانګړې کړو او بله برخه یې د لیدونکو او تفریح لپاره بیله کړو ځکه له دې درکه کولای شو یو شمیر پیسې هم خپلې ملې بودیجې ته ترلاسه کړو.

۶:  ټول پوهاوی:په یادو سیمو کې میشت ټولو خلکو ته اړینه ده چې د یادو طبیعي زیرمو په تړاو د ټول پوهاوي پروګرامونه تر لاس لاندې ونیول شي،ځکه خلک دي چې د زیرمو د له مینځه وړلو او ساتلو دواړو وړتیا لري،ولې له بده مرغه په اوس وخت کې هلته میشت وګړي یواځې د یادو زیرمو د له مینځه وړلو لپاره کار کوي او په اړه یې پوهه لري هغوي کله هم داسي فکر نه کوي چې شته زیرمي د له مینځه تګ له ګواښ سره مخ دي او که چیرته له مینځه لاړې شي دا به د راتلونکو نسلونو په حق کې یوه ستره نه بښونکې جفا وي،نو اړینه ده په دې تړاو یادو خلکو ته پوهاوي ورکړل شي.

۷: په ناوې او مقر ولسوالیو کې د ټولو کلتوري ځایونو او زیارتونو بیرته رغونه کوم چې یادو ډنډو ته نیږدې موقعیت لري ځکه دا کار کولای شي چې د توریستانو په شمیر کې زیاتوالی راولي.

۸: د هغو ځمکو بیرته راګرځونه کومې چې د خلکو له خوا لاندې شوي او یا هم له ورته ګواښ سره مخ دي

۹: د مرغانو د ځالو بیرته رغونه تر څو وکولای شو چې لیږ تر لیږ د ۱۹۶۰ کالونو په شمیر مرغان بیرته یادې سیمې کې راپيدا شي،په همدې توګه ټولو هغو الوتونکو ته باید د نسل نیونې تیارې وشي چې د ورکې له ګواښ سره مخ دي

۱۰: د ‌ډنډونو د غاړو د خټو او خاورو کنترول

۱۱: له ښکار څخه مخنیوي،په همدې توګه الوتونکو ته ددام ایښودلو او ورته ټولو هغو کړنو مخنیوي چې د الوتونکو او ژو ژوند ګواښي

۱۲: د سیمې د ایکوسیستمي چوپړتیاوو ساتنه او پراختیا

۱۳: یادو ډنډو ته د نیږدو سیمو او خپله په ډنډونو کې د ککړتیا کنترول

۱۴: له یادو طبیعي سیمو سره د نیښلیدونکو سرکونو او لارو رغونه او پخول تر څو لیدونکي،څيړونکې او د یادو برخو متخصصین په اساني سره یادو سیمو ته لاسرسی ولري

۱۵: په منځنۍ توګه د کال په اوږدو کې د یو نیم تر دوه متره اوبو ساتنه

۱۶: په یادو سیمو کې د یوه مالوماتي سیستم جوړونه چې د لیدونکو او څيړونکو لپاره د اسانتیا سبب وګرځي

۱۷: په یادو سیمو کې دشنو کمربندونو جوړول

۱۸: دسیمې د پراختیا مالومول او ساتنه

۱۹: په سیمه کې د ټولو هغو کړنو مخنیوي باید وشی کوم چې د هوا د تودوخې سبب کیږي

۲۰: دولت او خلک په ګډه باید د یادې سرچینې په ساتنه کې ونډه واخلي.