کور / #PTM / ولسي وګړي: طالبانو او بل هيڅ قوت ته به اجازه ورنه کړي چي علي وزير ته زيان ورسوي

ولسي وګړي: طالبانو او بل هيڅ قوت ته به اجازه ورنه کړي چي علي وزير ته زيان ورسوي

د پښتون ژغورني د مخکښ مشر علي وزير د ساتني او حفاظت په موخه په زرګونو خلګ د نوموړي د هستوګنځی سره راټول سوي او د علي وزير د ساتني ذمه واري يې اخيستې ده.

راټولو سويو خلګو ويلي، هيچا ته به اجازه ورنه کړي چي د علي وزير يوه ورېښته ته هم زيان ورسوي.

د علي وزير ورور مزمل وزير وايي، د پښتون ژغورني د غورځنګ  د مخکښ مشر علي وزير د ساتني په موخه  د وزيرو او نورو قبيلو په زرګونو خلګ د هغوی پر کور را چاپېره سوي دي او  وايي، طالبانو او بل هيڅ ځواک ته به ددې اجازه ورنه کړي چي علي وزير ته زيان ورسوي.

پرون پر ټولنيزو رسنيو داسي خبرونه خپاره سوه چي ګڼي طالبان د علي وزير پر کور د چپاو وروړلو او د نوموړي د وژلو پلان جوړوي.

 په دې هکله  د پښتون ژغورني غورځنګ مشران وايي، په واڼه کي ګڼ شمېر طالبان د علي وزير پر کور د محاصرې پلان لري او غواړي نوموړی ووژني.

د غورځنګ يو مخکښ مشر محسن داوړ پر خپله ټويټرپاڼه ويلي، په واڼه کي د کرفيو سره سره ګڼ شمېر طالبان د علي وزير د کور د محاصرې پر پلان کار کوي او غواړي نوموړی ووژني، د داوړ په وينا که په دې برخه کي هرڅه پېښ سول مسؤوليت يې د پاکستاني پوځ پر غاړه دی.

ښاغلی داوړ وايي، په سيمه کي هغه طالبان چي د پاکستان پوځ يې د امن کمېټه بولي سره راغونډ سوي دي او د علي وزير پر کور د بريد تابيا نيسي.

دوې ورځي وړاندي په واڼه کي طالبانو پر علي وزير بريد وکړ چي ګڼه مرګژوبله يې رامنځ ته کړه، خو د غورځنګ پلوي ځوانانو له خوا ګڼ طالبان هم ووژل سوه او دفترونو ته يې اور ورته کړ.

په واڼه کي د پاکستاني پوځ په ملاتړ طالبان د وسلو سره ازاد تګ راتګ کوي او د پاکستان پوځ دوی ته د ښه طالبانو نوم ورکړی دی.

د غورځنګ مشران له ټولو پښتنو غواړي چي د پاکستان له خوا پر پښتنو د روان ظلم د له منځه وړلو لپاره سره يو موټي سي او د خپلو حقونو د لاس ته راولو لپاره د غورځنګ ننګه وکړي.