کور / هراړخیز / د نړیوالتوب او پرمختګ پرلور د افغانستان نوی ګام!

د نړیوالتوب او پرمختګ پرلور د افغانستان نوی ګام!

لیکوال: امېد حیران

د خوښۍ ځای دی چې افغانستان هم د نړیوال ډیجيټلي بدلون د کاروان په نوملړ کې خپل ځای ونیو. الکترونیکي تذکرې به ستاسو په ورځني ژوند کې لوی بدلون راولي. الکترونیکي تذکرې د ملي هویت، سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات پرلور د هېواد پرمختګ لپاره خورا مهم ګام دی. الکترونيکي تذکرې د ښې حکومتولۍ بنسټ جوړوي. برېښنايي تذکرې دي چې په اساس يې دولت، حکومت خپلو خلکو ته عامه، چټک، پر وخت چوپړتیاوې ترسره کوي او ملت خپل حقوق په ښه توګه ترلاسه کوي. دا نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې د اعتبار وړ یو ملي هویتي سند دی. ولې الکترونیکي تذکرې؟ په یووشتمه پېړۍ کې؛ هغه زمانه چې د نړۍ هېوادونه په ډېجیټلي برخه کې بنسټیز کېږي، افغانستان هم د پرمختګ په حال کې د یوه هېواد په توګه نه غواړي د نړۍ له کاروان څخه شاته پاتې شي. الکترونیکي حکومتولي د اوسني حکومت یوه ستراتیژیکه موخه ده او د وطن اتباعو ته د الکترونیکي تذکرو وېشل د الکترونیکي حکومتولۍ د بنسټ ایښودلو لپاره لومړنی عنصر دی. الکترونیکي تذکره دیوه مهم ملي او باوري هویتي سند ترڅنګ نورې ګټې هم لري. د الکترونیکي تذکرو ګټې او ښيګڼې؛ الکترونیکي تذکرې له پولي کاربونیټ مادې څخه جوړې شوې، چې د معیاري تذکرو په جوړولو کې ترې په لپاره په مختلفو هېوادونو کې ترې کار اخیستل کېږي. د اشخاصو لومړني معلومات لکه نوم، د پلارنوم، د زېږېدو ځای د تذکرې پرمخ لیکل کېږي چې د لایزر پواسطه حکاکي شوې دي. یو چېپ هم الکترونیکي تذکرو کې ځای پرځای شویدی چې په هغه کې د یوه شخص ټول انفرادي هویتي معلومات ثبتېږي او مرکزي زېرمتون کې خوندي کېږي. هم په کاغذي ډول خوندي کېږي او هم مرکزي ډېټابیس کې. د بېلګې په ډول؛ برېښنايي حکومتولي نړیوال باور لرونکی د پېژندګلوۍ سند د نفوسو کره شمېر معلومول ټاکنو کې روڼتیا، د رایې ورکوونکو نوملړ برابرول اقتصادي پروژې په اسانۍ او متوازن ډول پلي کول او د جرایمو مخنیوي کې ترټولو باوري او مهم سند دی. د موټرو لایسنس د چلولو جواز سیر روغتیايي بیمه انلین بانکوالي پاسپورت تضمینول او ډاډمنول او ډېرې نورې ښیګڼې او ګټې لري لکه د نویو زېږېدنو، ودونو او مړو شمېر معلومول په هېواد کې د معلولینو شمېر او حالت معلومول په هېواد کې د لوستو او تحصیل کړیو وګړو معلومول برېښنايي حکومتولي د اتباعو او دولت ترمنځ واټن او خنډ له منځه وړي او وګړو ته پرته له واسطې انلین چوپړتیاوې وړاندې کوي او په دولتي چارو کې هغوی ته د ګډون زمینه برابروي. الکترونیکي حکومتولي په ټولنه کې حاکمه بیروکراسي له منځه وړي او غوره خدمات وړاندې کوي لکه: د مالیو ورکړه، د چلولو اجازه پاڼې نوي کول، ټاکنو کې ګډون، د ودونو ثبت او د الکترونیکي کتابتون څخه د ګټنې اسانتیاوې لري. د کاغذي او الکترونیکي تذکرو ترمنځ توپیر: کاغذي تذکرې ځینې نیمګړتیاوې لري چې دلته یې په لنډیز ورته نغوته کوو. جعل او درغلي پکې ښه په اسانۍ ترسره کېږي. یو کس کولای چې له یوې څخه زیاتې تذکرې ترلاسه کړي او په بېلابېلو ځایونو کې ترې ګټه واخلي. د روڼتیا نشتوالی یو شخص کولای شي پخپلو شخصي معلوماتو کې بدلون راولي، خپل د زېږېدو نېټه او زېږېدو ځای تغیرکړي. د نفوسو د کره شمېر نه څرګندوالی کاغذي تذکرې د هغو محدودیتونو او نیمګړتیاوو پربنسټ چې لري چې نشي کولای د نفوسو دقیق شمېر معلوم کړي. د زېږېدنو او مړینو د ثبت نشتوالی د نفوسو د احوال ثبت په اوسني سېستم کې، د زېږېدو او مړینو پېښې په ژر دولت ته راپور نه ورکول کېږي چې حکومت لپاره لوی سردرد دی حال دا چې د نفوسو د شمېر مهم عنصر ګڼل کېږي خو؛ د الکترونیکي تذکرو وېش سره دا ټولې نیمیګړتیاوې او خنډونه له منځه وړل کېږي او حکومت سره د نفوسو په سرشمېرنه، پلان وړونه، سروې او د پرمختیايي استراتیژیو په جوړولو کې مرسته کوي. د یوې الکترونیکي تذکرې اخیستلو لپاره باید یو شمېر پړاوونه ترسره شي. لومړی کورنۍ او انفرادي فورمې ډکېږي، ورپسې دوېم پړاو د هویت تثبیت برخه ده د نوملیکنې او بایومیټریک نه وروسته تذکره چاپېږي. دا مهال د الکترونيکي تذکرو وېش له پلازمېنې نه پیل شوی او ډېر ژر به نورو ولایتونو ته هم وغزېږي. همدا اوس د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې وزیر اکبرخان، کارتې چهار او احمدشابابا مېنې څانګې پرانیستل شوي چې هېوادوال کولای شي، ترې کورنۍ او انفرادي فورمې ترلاسه کړي. د یوه باثباته او ودان افغانستان په هیله!