کور / خبرتیا او پيغامونه / په دين هاخ کي د ۷ جون د لاريون خبرتيا

په دين هاخ کي د ۷ جون د لاريون خبرتيا

پاکستان ترهګر دولت او ترهګر پوځ په ازادافغانستان او محکوم افغانستان ( پښتونخوا) کي په پرلپسې توګه ترهګر روزي، د سر سړي وژني، ښوونځي ورانوي او حتی افغانانو/ پښتنو ته د ژوند کولو حق نه ورکوي.
اوس يې د پښتون ژغورني غورځنګ مشران او غړي چي په لراوبر افغان وطن کي د سولي، امن او ازادۍ غوښتونکي دي هم تر بريد لاندي راوستل چي د واڼې په بريد کي تر لسو پوري کسان شهيدان او تر ۳۰ پوري زخميان سول.

موږ د هالنډ اوسيدونکي غواړو چي د پاکستان پوځ لخوا د پښتنو، بلوڅو او هزاره وو د وژونکي تګلاري پر ضد احتجاجي لاريون وکړو.
تاسو ته په درنښت بلنه درکوو چي د خپلو خلکو د ژوند ژغورلو د حق اواز راسره بدرګه کړئ او په دې لاريون کي برخه واخلئ او ملګري و دوستان مو هم راوبولئ چي راسي.
Donderdag 7 Juni
14:00 tm. 16:00
Hofplaats, Den Haag
Tel: 0619287000