کور / #PTM / په اسټرالیا کې د لوی افغانستان تحریک له لوري د مظاهرې خبرتيا

په اسټرالیا کې د لوی افغانستان تحریک له لوري د مظاهرې خبرتيا

د لوی افغانستان تحریک له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په پښتونخوا کې له پښتنو افغانانو سره د پاکستاني پوځ او د دغه هېواد د استخباراتي کړیو له لورې د روان تشدد او ظلم په خلاف او د هغوی د ټولوژنې په وړاندې په اسټرالیا هېواد کې مظاهره کېږي.

دغه مظاهره د جمعې په ورځ چې د جون میاشتې اتمه نیټه ده، د غرمې په دولسو بجو د اسټرالیا هېواد سیډنې ښار په مارټن پلس سیمه کې ترسره کیږې، چې موخه یې د پښتون  ژغورنې تحریک ملاتړ دی، چې د خپلو حقونو او ازادۍ په موخه یې مبارزه پیل کړې ده.

لوی افغانستان تحریک په اسټرالیا هېواد کې له مېشتو ټولو افغانانو څخه غوښتنه کوي چې په دغه سوله ییزه مظاهر کې ګډون وکړي، ترڅو نړیوالو ته وښيي د لر او بر افغانانو هېواد، خاوره، غم، دړد، وینه او مینه یوه ده، خو د وخت جبر په فرضي توګه بیل کړي دي.

لوی افغانستان تحریک