کور / علمي / پوهنیز نظام هر اړخیز بدلون غواړي

پوهنیز نظام هر اړخیز بدلون غواړي

لیکنه: محمدزمان ستانکزی

د هر هېواد د پرمختګ او بقا راز د هغه هېواد دخلکو په زدکړو او تعلیم کې نغښتی دی. پوهنه د هر هېواد د ملا تير جوړوي، او نن سبا چې کوم لوی زبرځواکونه ګورئ، پرته له دې چې تعلیم ته یې ډېر پام کړی وي نور کارونه نه دي کړي. افغانستان هم د دې خاورینې ځمکې د یوې وړې او نه شلېدونکې برخې په توګه اړ دی چې د پرمختګونو او هوساینې لپاره تعلیم ته مخه کړي. نوي نظام کې افغانستان کې د ډالرو باران وشو، میلیاردونه ډالر ښکته  او پورته شول. په پوهنیز نظام هم ډېرې پیسې ولګېدې، خو لکه چې تمه وه او تمه کېده پرمختګ ونه شو، پوهنیز نظام مو له ډېرو نیمګړتیاو ډک دی. ډېرې ستونزې لري. د بیلګې په توګه پښتو او دري کتابونه د زده کونکو پوهې ته په کتو نه دي چمتو شوي، ډېر پاخه او مغلق شعرونه ټیټو ټولګیو ته چاپ شوي چې د زده کوونکو لار یې ورکه کړې ده. اووم ټولګي کې ۱۶ مضمونونه تدریس کیږي چې که کتابونه سر په سر کړې، یوه بستره ترې جوړېدای شي. د انګلیسي ژبې تر څنګ دې ټولګې کي عربي هم تدریس کیږي چې اتم او نهم کې فکر کوم عربي نشته خو ثانوي دوره کې بیا دا مضمون زیاتیږي. د عربي اړتیا نشته، د دې پرځای باید په ملي او رسمي ژبو ډېر کار وشي. ولسمشر ښې مسالې ته متوجه شوی او د پوهنیز نظام د کال پرانیسته کې یې ژمنه کړې وه چې درسي  کتابونه به کموي. دا ډېر ښه وړاندیز دی خو که عملي شي.

د پوهنیز نظام بله ستونزه ناامني ده، رسمي شمېرې ښیی چې د هېواد په کچه له څه باندې اولس زرو ښوونځیو څه باندې زر یې بند دي چې ډېر دا ښوونځي په کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو کې پراته دي. دا یو لوی ناورین دی او پوهنې وزارت وایی چې نږدې څلور میلیون کسان چې د زدکړو په شرایطو برابر دي، ښوونځیو ته نه شي تلای.

ولسمشر او د ملي یووالي حکومت ته په کار ده چې دې برخه کې ډېر کار وکړي، په ټولو کې د یوه ملت د پرمختګ راز زدکړې دي. وایی په جاپان  چې کله امریکا اټم بم استعمال کړ، دغه هېواد ډېر زیانمن شو، تر برید وروسته د کابینې په لومړنۍ غونډه کې د هېواد د پرمختګ په لارو چارو خبرې وشوې او فیصله په دې وشوه چې په پوهنیز نظام به پانګونه کیږي، نن سبا جاپان ګوره کوم سرحد کې دی.

افغانستان د قومونو او جرګو وطن دی، افغانان هم لکه نور نړیوال ښه او هوسا ژوند غواړي او دا ژوند هغه مهال شونی دی چې تعلیم عام شي. په بېرته پاتو کلیوالي سیمو کې نجونې یواځې حق لري چې بغدادي قاعده او قران کریم زدکړي، نور اجازه نشته، خو جالبه لا دا ده چې د همدې کلیوالو ښځې، میندې او خویندې د ښځینه ډاکټرانو پر ځای نارینه ډاکټرانو ته مراجعه کوي او حتی د ماشوم زیږون د نارینه و ډاکټرانو تر مستقیم څار لاندې تر سره کیږي.

ښه نو مونږ په دې مفتو خبرو غولیدلي یو، پښتون یم څنګه خپله لور او خور بهر ته د زدکړو لپاره پریږدم، ښه که ته دې برخه کې پښتون یې، دې برخه کې هم پښتونولي وکړه چې مایې مخکې ذکر وکړ. د لویې پکتیا، لوی کندهار او په ټولو کې پښتانه ولسونه ډېر بېرته پاتې دي، د دې لپاره چې خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلي، ولسي جرګه او حکومت کې خپل خپل استازي ولري، نو مهرباني دي وکړي ځان دې د ټکنالوژۍ له دې روان انقلاب سره یو ځای کړي، دا به ښه وي چې دې کاروان کې دغه خړ پړ او شډل پښتانه ور ګډ شي، د افغان ولس میړنی ټبر زما په نظر هزاره وروڼه دي، دوي خپلو کې ډېر ښه اتفاق لري، د ډېرو یې چې اقتصاد صفر کې دی، ماشومان او اولادونه منظم تعلیم کوي، اوس هرې دولتي او نادولتي ادارو کې د دې خلکو حضور پراخ دی او لا پراخیږي چې یو ستر علت یې همدا زدکړې دي.

حکومت ته په کار ده چې ټولو افغانانو ته د زدکړو خوندي او مناسب چاپیریال برابر کړي، خلک نوردې برخه کې باید ونه ځورول شي. په پوهنیز نظام کې یوه لویه ستونزه د مسلکي ښوونکو کموالی دی، بله لویه ستونزه ورته مضمونونه دي، د دې برخې هراړخیزه اصلاح په کار ده.

تر څنګ یې مونږ باید د زدکړو سراسري توب ته پاملرنه وکړو، کوم ښوونځي چې تړلي، باید پرانیستل شي، ښوونځي باید نور د سیاسي او پوځي موخو قرباني نه وي، نه دې حکومت ترې د سیاسي آلې په توګه کار اخلي او نه هم وسلوال مخالفین د حکومت د کمزورتیا د ټکي په توګه. داعشیانو وروستیو ورځو کې ګواښ کړی چې په جلال آباد کې به په ښوونځیو بریدونه کوي. دا ګواښ د داعش نه بلکې د آی اس آی دی. آی اس آی اوس په وېره کې دی چې ورو ورو افغان بدلېدونکي دي، اوس زدکړې کوي او یوه ورځ به داسې راشي چې نور د پردیو لخوا ونه غولیږي، او دا هغه مهال شونې ده چې زدکړې سراسري شي، نالوستي خپل تور وزر ټول کړي، د هغې ورځې په هیله، افغانستان دې ژوندی وي.