کور / #PTM / سرې خولۍ ویرولی (اټومي طاقت) پاکستان

سرې خولۍ ویرولی (اټومي طاقت) پاکستان

حبیب الرحمن تاثیر، کابل

کله چې د منظور پښتین سره خولۍ د طاقت، مینې، اخلاص او یووالي د سمبول مقدسه بڼه خپله کړه، نو له هغه وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو هم دغه خولۍ د قبایلي سیمو ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې ممنوع اعلان کړه، ځکه چې پاکستان یې د لر او بر پښتنو افغانانو د یووالي، له پاکستان څخه د جلاوالي، د خپلې ماتې او شکست سبب ګڼي.

خو د پاکستان پوځ هم دغه مقدسه خولۍ ډیره خطرناکه خولۍ ګڼي او وايي دا د پاکستان د ماتېدو سبب کېدی سي، د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې: د ای ایس پي ار  (Inter Services Public Relations Pakistan) ویاند اصف غفور وايي: دغه خولۍ افغانستان، امریکا، هندوستان او اسرایيل په ګډه تیاروي او پښتونخوا ته یې رالیږي، چې منظور پښتین او د هغه ملګرو ته یې سپاري.

دا چې څنګه او په څه ډول یو وړوکی چپ پاکستان ټوټه ټوټه کولي سي، نو د اصف غفور زیاتوي: په دغه خولۍ کې یو خطرناک چپ نصب سوی دی، چې د پاکستان د سالمیت له پاره بېخي خطرناک ثابتېدي سي، خو نړیوالې رسنۍ او شنونکي په دې باور دي چې پاکستان هسې هم د پاڼ پر غاړه ولادی دي.

که څه هم منظور پښتين همدا خولۍ په نېک شګون نيولې او په هره غونډه کي يې پر سر لېدل کېږي، نو پاکستان په ځانګړې توګه د دغه هېواد پوځ خپلو هېوادوالو ته په تبلغاتي ډول هره ګړۍ ډاډ ورکوي چې پاکستان په نړۍ کې لومړی اسلامي اټومي طاقت لرونکی هېواد دی، خو د دغه پوځ د (ټوټۍ) له ویرې څخه څرګندېږي چې څومره طاقت لري؟ او په کور دننه له څومره سترو خطراتو سره مخامخ دی.

د منظورپښتین سره خولۍ چې وايي د سیمې یوه بزګر ورته ډالۍ کړې ده، اوس د افغانستان تر شمالي سیمو پورې محدوده نه، بلکې اوس یې نړیواله بڼه اختیار کړې ده او دې خولۍ هم لکه د (چي ګویرا) خولۍ نړیوال شهرت پیداکړی دی، هغه دا چې په اوسني وخت په پښتونخوا، افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانانو ترڅنګ نړیوالو له لورې د امن، سولې او ازادۍ د غږ پورته کولو پر وخت پرسر کېږي.