کور / #PTM / په استراليا کي د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ او د پاکستان پوځ پر ضد مظاهره وسول

په استراليا کي د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ او د پاکستان پوځ پر ضد مظاهره وسول

نن د جمعې په ورځ د اسټراليا په سېډني ښار کي د پښتون ژغورني غورځنګ پر  غړو د پاکستاني پوځ د بريد پر ضد لاريون وسو او له نړيوالي ټولني څخه پکي دا غوښتنه وسوه چي پاکستان دي د نړيوالو ترهګرو په لست کي شامل سي.

دا لاريون چي په لسګونو پښتنو پکي ګډون کړی وو،  د پاکستان د پوځ پرضد يې شعارونه ورکول او د هغه بريدونو پر ضد يې اواز پورته کاوه کوم چي يې د پاکستان حاکمه اداره پر پښتنو باندي کوي.

مظاهرې ته د لوی افغانستان د تحريک  د رهبري شورا غړي سیار دهسبزي وويل: پاکستان په سيمه کي وسلوال ترهګر روزي او په محکوم افغانستان کي په بېلابېلو نومونو پښتانه او بلوڅ ځوانان او پېغلي وژني.

نوموړي وويل، موږ د مظلوم او زورېدلي پښتون په ملاتړ راولاړ سوي يو او ددوی په ننګه او ملاتړ به  د نړۍ په هرځای کي آواز اوچتوو.

په لاريون کي د نړيوالي ټولني څخه غوښتنه وسوه چي پاکستان دي د نړيوالو ترهګرو په لست کي شامل کړي.

درې ورځي وړاندي پاکستاني پوځي طالبانو د جنوبي وزيرستان په واڼه کي د پښتون ژغورني غورځنګ پر مخکښ مشر علي وزير او دهغه پر پلويانو بريد وکړ چي ګڼه مرګژوبله يې رامنځ ته کړه، خو وروسته په زرګونو ځوانان د علي وزير په ملاتړ په سيمه کي ځای پر ځای سوه او د پښتونخوا په ګڼو سيمو کي د ياد بريد پر ضد لاريونونه پيل سوه چي ځيني يې تراوسه هم دوام لري.