کور / اسلامي / اوربند!

اوربند!

ليکوال: ح حقوېش

اوربند هغه تړون دې چي د ډير شمېر کسانو سره وشي اوربند بلل کیږي .
اوربند په شریعت کي، د مخالف لوري سره تر یوې ټاکلې مودې پوري د جنګ  په پریښودلو سلا کولو ته وايي. دا که د څه په بدل کي وي او  که بې بدله وي، برابره ده که څوک له هغوۍ په خپل دین پاتې کیدل او یا نه پاتې کیدل. لکه هسک څېښتن تعاالا(ج) چي د سُوۡرَةُ الاٴنفَال په 61 ايات کي فرمایي:

وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ

ژباړه: او (اې  پېغمبره (ص)!) كه دښمن د روغي جوړي خوا ته میلان ولري، نو ته هم د هغې لپاره تيار اوسه او پر الله توكُل وکړه.  په يقيني ډول هماغه د هر څه اورېدونكى او په هر څه پوهېدونكى دى.

چي يو ښه بېلګه يې د ستر پېغمبر رسول الله(ص) د حدیبې تړون دې چي د هجرت په شپږم کال کي شوى دې، نو اوربند په اسلام کي روا او يو ښه کار دې چي انسانان سولې ته پکښې هڅول کيږي، سلا مشورې سره باندي کيږي، چي په اوس وخت کي او د نړۍ په اوسني تپل شويو جنګونو کي هم ډير وخت د اوربند اعلان کيږي، چي په سوريه کي وخت ناوخت د اوربند اعلان کوي، له هلوځلو وروسته چي په سوله کي ناکامه شي بيا د څه وخت لپاره اوربند اعلانوي، همداسي پېښي په عراق او نورو هغو سيمو کي هم شوې دي چېرته چي د بدمرغه جنګ ښکار وي.
خو زموږ افغانستان چي د يوه اوږده جنګ ښکار دې، او له کلونو کلونو يې د يوه او بل په ضيد پردۍ جوړي شوې اسلحې اخستې دي، چي د دې شپاړلس کلن جنګ يې زه خپله شاهد يم تر اوسه ما د اوربند په نوم هيڅ نه اورېدلي دي او نه ترې خبر شوى يم، خو په نورو ځايونو کي له څه مودې جنګ وروسته خبر شوى يم چي اوربند اعلان شوى دې، زموږ جنګ نه روژه پيژني، نه اختر پيژني، نه کومه بله خوشحالي پيژني بس يواځي انسان وژنه پيژني، ماشومان يتيم کېدل، ميندي بوري کېدل، ناوې کونډيدل پيژني، له موږ خو هغه د هندوستان دولت هم ښه دې چي د روژې په رارسېدو سره يې په هندي کشمير کي اوربند اعلان کړ، خو موږ په فرض روژه کي مسلمان چي فرض روژه يې هم په خوله وي او د اولاد د يوې ګولې مړۍ لپاره راوتلى وي شهيد يې کړو، د ده او د کورنۍ ټول اميدونه يې له خاورو سره خاوري کړو،
خو په دې هکله افغان دولت بيا بيا زيار کوي چي د سولې لپاره لاره هواره کړي، څو دا نور پاتي ژوند سوکاله تېر کړو، چي له نن څخه څه باندي درې مياشتي مخکي افغان دولت د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کي له طالبانو سره د روغي جوړي لپاره د یوه سیاسي چوکاټ د جوړېدو وړاندیز وکړ، او طالبانو ته يې وٶیل چي بې له کوم قید او شرطه ورسره خبرو ته چمتو دي او باعزته سولې دي ورسره وکړي. خو دوى هيڅ هم ونه منل بېرته يې په جنګ لاس پوري کړ.
د تېرې دوشنبې په ورځ او د 1397لمريز کال د غبرګولي په 14مه نېټه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا درې زره دیني عالمان په کابل کي راټول شوي وٶ، روان جنګ او ځانمرګي بريدونه یې ناروا وبلل، خو له بدمرغه د غونډي پاى ته رسېدو وروسته په هم دغه علماٶ بريد وشو او ګڼ شمېر علما پکښې شهيدان او ژوبل شول،
او دا لومړى ځل دې چي د افغان دولت له لوري له طالبانو سره يو اړخيز اوربند اعلانيږي، دا اوربند د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا په یوه وېډیویي پیغام کي اعلانيږي چي وايي: دغه پرېکړه يې د دیني عالمانو فتوا ته په درناوي سره کړې ده!
“دولت د هېواد د علماٶ د دغې متفقې فتوا له اعلان وروسته نه‌یوازې دا چې د دغې فتوا د موادو او محتوا ملاتړ کوي، بلکې د هېواد د علماوو په غونډه کې د اوربند له ضمني پېشنهاد څخه هم ملاتړ کوي او ورسره موافق دی، په همدې خاطر د روژې د مبارکې میاشتې له 27مې نیټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم.”
نو د اوربند دا ږغ مي په لومړي ځل تر غوږ شو ډير ورباندي خوشحاله شوم، زما په څېر به هر افغان ورباندي خوشحاله شوى وي، ځکه سوله زموږ ټوله مرام دې، او دې مرام ته د رسېدلو لپاره مو په سترګو کي اوبه وچې شوې، خو زموږ خوشحالۍ لا اوس هم په وازو سترګو تمه  لري، چي طالبان هم اوربند اعلان کړي او د سولې لپاره سلا مشورې وکړي.