کور / سياسي / یوه حېرانونکې پرېکړه

یوه حېرانونکې پرېکړه

لیکنه : محمدزمان ستانکزی

 د روژې مبارکې میاشتې له اووه ویشتمې نیټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او په عین وخت کې  د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کیږي چې د اوربند پرمهال پر افغان وسلوالو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي. خو د داعش، القاعدې او نورو بین المللي تروریستوشبکو په ضد به عملیات ادامه ولري.

د پنجشنبې غرمه مهال و چې ولسمشر دغه خبرې په خوله راوړې. په دې توګه له وسلوالو طالبانو سره د جګړې په څو کلن بهیر کې دا د افغان حکومت لخوا لومړنی یو اړخیز اوربند دی. دواړو لورو(طالبانو او افغان ځواکونو) په وروستیو کې په یو او بل خونړي او خطرناک بريدونه کړي او د روژې  له اوویشتمې څخه د کوچني اختر تر پنځمې له طالبانو سره یو اړخیز اوربند ټول حیران کړل.  د ولسمشر سیاسي مخالفین چې یو مهال یې په ارګ کې ښه کار جوړ وو او نن سبا له دربار  لویدلي، دې پرېکړې سخت غصه کړي،دا حیرانونکې  نه ده، دوي باید غصه هم وکړي ځکه کوم امتیازونه چې دوي په وروستیو اولسو کلونو کې د طالبانو د ځپلو پر مهال اخیستي، سیاسي بهیر ته به د طالبانو په راتلو سره ترې له لاسه ووځي.

طالبان به څه ووایی؟!

د افغان دولت په وړاندې د جنګېدونکو شاوخوا شلو ډلو له منځه افغان طالبان او حقاني شبکه اصلي مخالفین دي چې ځواک یې له ټولو نورو وسلوالو مخالفینو زیات دی. افغان حکومت وایی چې که وتوانیږي دغه ډلې سولې ته کینوي، د نورو  له منځه وړل ورته ډېر آسانه کار دی.

د تېر زیږدیز کال د  فبروري په ۲۸ ولسمشر د کابل پروسې دوهمې ناسته کې هم طالبانو ته د سولې حیرانونکي وړاندیزونه کړي وو، طالبانو ته د یوې سیاسي ډلې په توګه مشروعیت ورکول، له تور نوملړڅخه د دې ډلې د مشرانو ویستل، په بهرنیو سفرونو یې د محدودیتونو لرې کول، ور سره د کابل په ګډون د نړۍ هره سیمه او ځای کې له شرط پرته د سولې خبرې د دې ناستې مهم موارد وو.

ټوله دا انګېرله چې طالبان ځکه چوپ دي چې په دې هکله یې د مشرانو تر منځ جدي خبرې اترې روانې دي، خو د نوي کال په پسرلي میاشت کې طالبانو د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو خلاف د خندق په نوم پسرلني عملیات پیل کړل، دې مهال کې یې فراه کې خطرناکې حملې وکړې، غزني کې پراخه جګړه وشوه، د لوګر مرستیال والي په داسې یوه ځای کې ووژل شو چې اصلا یې فکر نه کېده، د بدخشان د کوهستان، د فاریاب د بلچراغ او د بغلان د تاله و برفک ولسوالۍ یې ونیولې، خو د دې ولسوالیو ولکه بېرته افغان ځواکونو تر لاسه کړه. تخار کې هم طالبانو د دشت قلعه ولسوالۍ لاندې کړه، پر افغان ځواکونو یې پیچلي بریدونه تر سره کړل، د جګړې دواړو لورو یو او بل ته د ځپونکو ګوزارونو هڅه وکړه. افغان ځواکونو هم په کندز او هلمند کې د طالبانوپه لویو غونډو لوی بریدونه وکړل، خو اوس چې دواړه لوري ستړي ښکاري، کابل د اوربند یو اړخیزه  طرحه اعلان کړه.

باور کیږي چې نه افغان حکومت په هغه حد کې دی چې طالبان له منځه یوسي او خپل حاکمیت ثابت، او نه هم طالبان هومره زور لري چې دولت له پښو وغورځوي او خپل سپین بیرغ هسک کړي.

تاریخ وایی چې  هره جګړه پای ته رسیږي او دا هم روښانه ده چې د افغان  ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه هم یوه ورځ پای ته رسېدونکې ده،  مخکې له دې چې ناوخته شوي وي، باید په دې اور اوبه وشیندل شي.

طالبانو ته د ملي یووالي حکومت د سولې ښه او بې ساري وړاندیزونه کړي او دا یې وخت دی چې اوس دغه ډله د سولې خبرو ته کیني. ناټو هم په طالبانو غږ کړی چې د سولې خبرې پیل کړي. د ناټو سرمنشي وایی، طالبان پوځي برخه کې بریا نه شي تر لاسه کولی او باید د سولې خبرو ته کیني.

افغان حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر ښه پیل کړې ده، او که داسې دوام وکړي، له طالبانو سره سوله کېدونکې ده. طالبان اوس لوی فرصت لري، توپ یې میدان کې دی او دا په دې ډلې پورې اړوند ده چې د ګول وهنې لپاره کومه زاویه باید وکاروي.

د جګړې یو لوی تعریف دا دی چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره باید ځواک وکارول شي، دواړو لورو خپل ځواک کارولی چې تقریبا یوه سطحه کې دی. د دې لپاره چې نور د بدمرغیو مخه نیول شوي وي، د دې لپاره چې نور د مظلومو افغانانو وینې نه وي بهیدلي او د دې لپاره چې هېواد له دې بدمرغیو او ناخوالو خلاص شوی وي، باید دواړه لوري خبرو ته کیني. هیڅ داسې څه نشته چې حل نه شي خو پرله پسې کار او زیار غواړي. ولسمشر لویه پرېکړه کړې، ستر ګام یې پورته کړی، اوس دې طالبان هم د ده په څېر جدي ګام پورته کړي، را دې شي او خپل هېواد دې آباد کړي.

پای