کور / سياسي / وسلوال طالبان د علماوو د تازه غونډي په اړه څه وايي؟

وسلوال طالبان د علماوو د تازه غونډي په اړه څه وايي؟

لاندي ليکنه د سولي ارمان ته د لا ژر رسيدو په نيت درنو لوستونکو ته
خپريږي.

منبع :
https://justpaste.it/78edn

په کابل کې د ديني عالمانو په نامه
د غونډې په غبرګون کې د اسلامي امارت دویاند توضیحي څرګندوني

دیني علماء کرام او مشائخ په اسلامي ټولنه کې له خورا ستر مقام څخه برخمن دي او دروند مسؤلیت لري، لکه څنګه چې په پخوانیو امتونو کې پیغمبرانو علیهم السلام د بشري ټولنو درهبرۍ دنده په غاړه درلوده، د خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم څخه وروسته دغه دنده برحقو دیني علماء کرامو ته په میراث رسیدلي ده، له همدې امله خو دتاریخ په مختلفو پړاوونو کې دیني علماء کرام دامت د سوکالۍ او سرلوړۍ لپاره دجهاد، علم، ارشاد، اصلاح، دعوت او نورو ټولو ډګرونو مخکښان پاته شوي او په سختو حالاتو کې یې د امت بیړۍ ته نجات ورکړی دی.

زموږ په هیواد او سیمه د راغلیو پردیو یرغلونو او ابتلاوو په ټولو مرحلو کې دیني علماء کرام همیشه د خپلو مؤمنو اولسونو تر څنګ دریدلي، د خپلې ټولنې له دیني ارزښتونو، متدین فکر، ویاړلي فرهنګ او اسلامي تشخص څخه یې دفاع کړې او د اشغالګرو ټولې دسیسې یې ناکامې کړي دي.

که موږ د وروستیو پیړیو تاریخ په دقت سره وګورو زموږ په هیواد او ګاونډیو هیوادونو د انګریزي استعمار د راتګ په مهال که په افغانستان کې د ملا مشک عالم، حضرت نور المشائخ مجددي، مولانا نجم الدین اخندزاده او نورو علماء کرامو په شان مبارزین له کفري اشغال سره په مقابله بوخت ول د هند او اوسني پاکستان په سیمه د مولانا شیخ الهند محمود الحسن صاحب، مولانا عبیدالله سندي صاحب او د وریښمین رومال د د تحریک د نورو مشهورو مبارزینو په شان مجاهد علماء کرام د انګریزي استعمار په وړاندې په جهاد او مقابله بوخت ول او په دې لاره کې یې د زندان او هجرت په شمول قسماقسم کړاوونه وزغمل.

په همدې ډول په افغانستان د شوروي یرغل په مهال هم علماء کرامو د خپل مؤمن ملت د نجات او کمونیستي کفر د شړلو لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې او په افغانستان د امریکایي یرغل په مقابل کې جهاد چې د هیواد سلګونو علماء کرامو په شرعي فتوی پیل شوی، بیا هم د علماء کرامو او طالبانو رول په کې بارز دی چې د خپل مؤمن او په استقلال مین اولس د دفاع لپاره جهاد کوي او د اسلامي نظام د حاکمیت ارمان ته ژمن دي.

دا چې دیني علماء کرام د اسلامي ټولنو په دفاع کې تر ټولومهم او اساسي رول لري، د اسلام دښمنان هم دې ټکي ته متوجه دي نو ځکه همیشه هڅه کوي چې له دیني عالمانو څخه د خپلو اشغالګرانه توطئو د سرته رسولو په لار کې استفاده وکړي.

دا چې د امریکا ضد جهاد په اوولس کلنه مرحله کې زموږ اولس د خورا ډیرو قرباینو په برکت اشغالګر پوځیان دې ته آماده کړي چې نور په جګړه کې شکست ومني او له هیواده تیښتې ته اماده شي، نو له بریا څخه مایوسو اشغالګرو اوس یو شمیر نور دسائس په کار اچولي تر څو زموږ د مؤمن او په آزادۍ مین اولس د استقلال غږ خاموش او د درنو قربانیو ثمره یې ضائع کړي.

د امریکایي اشغالګرو ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ میاشتې په ۱۸ مه نیټه په کابل کې د یوه خبري کانفرانس په مهال وویل چې امریکا پلان لري په روان کال کې په طالبانو مختلف فشارونه وارد کړي. نوموړي زیاته کړه موږ غواړو په طالبانو پوځي، سیاسي، ټولنیز او حتی مذهبي فشارونه راوړو، د مذهبي فشارونو نه مطلب دا دی چې د افغانستان او ځینو نورو هیوادونو د دیني عالمانو په نامه فرمايشي، غونډې به جوړیږي او په دې غونډو کې به د طالبانو په ضد فتوی صادره شي او له ولس کلن جهاد وروسته به د هغوی د مبارزې مشروعیت له دیني اړخه چیلنج کړي.

په همدې سلسله کې د امریکایانو د پلان له مخې د دیني عالمانو لومړۍ غونډه د روان میلادي کال د می په ۱۱ مه نیټه د اندونیزیا په بوګور ښارکې ترسره شوه او دا دی نن دغسې یوه نمايشي غونډه په کابل کې ترسره شوه.

د افغانستان اسلامي امارت د دیني عالمانو د غونډو په عنوان دغه پروسه یوه سوچه امریکایي اسلام دښمنه پروسه بولي، چې د پلان، اکمال او عملي کولو ټولې چارې یې د امریکایي اشغالګرو لخوا رهبري کیږي، امریکایان غواړي د دغو غونډو په توسط خپل ظالمانه پوځي اشغال ته جواز پیدا او دیني رنګ ورکړي او په وړاندې یې د افغان مؤمن اولس پیل شوی جهاد مردود ثابت کړي.

موږ په دې ایمان او باور لرو چې حق حق دی او هیڅوک یې د باطلولو توان او طاقت نلري. زموږ برحق جهاد د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت په وخت کې د سلګونو علماء کرامو د شرعي فتوی په اساس او د ملت په ملاتړ پیل شوی او دا دی د بریا تر منزله رسیدونکی دی.

امریکایان لکه څنګه یې چې پوځي، سیاسي او تبلیغاتي هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوې الله تعالی به یې دغه وروستۍ دسیسه هم له شکست او رسوايي سره مخامخ کړي، الله تعالی فرمایي: يريدون ليطفئوا نورالله بأفواههم والله متم نوره ولو كره الكافرون.الصف ۸

په کابل کې د نن ورځې عالمانو په اصطلاح فتوا مخکې له وخت تیار کړل شوي وه صرف راټولو شوو ملایانو ته بې له دې چې د هغوی نظر واخیستل شي یا يې اقلا مشوره ورسره وشي له ستیج څخه واورول شوه چې هيڅکله شرعي دليل نه شي جوړیدای.

د کابل غونډه کې اکثره عوام الناس د عالمانو په نامه کښينول شوي وو چې هسې د غونډې د کثرت هڅه په کې شوې وه.

د غونډې د ویناوالو خبرې په دې چورلیدې چې ګواکې روان جنګ د مسلمامانو ترمنځ نزاع ده او دوی يې ترمنځ د سولې هڅه کوي، په داسې حال کې چې روان جهاد امریکايي اشغال په ضد پيل شوی او اشغالګر قوتونه په خپل قوت سره لا هم په افغانستان کې موجود دي او په افغانانو باندې يې د جانکیري په لاس جوړ شوی نظام تپلی دی، هغه کار چې هر اشغالګر يې په نورو هیوادونو کې د مداخلو په نتیجه کې کوي.

اوسنی جهاد د امریکايي محاربو کفارو په ضد دفاعي جهاد دی، د امریکایانو په صف کې له دریدليو په نامه مسلمانانو سره هم د ګڼو شرعي نصوصو له مخې جهاد فرض بلل کیږي.

موږ دیني عالمانو ته وایو چې د برحق جهاد د نامشروع بللو په دې حساسه موضوع کې دې په خپل دنیوي او اخروي عاقبت وویریږي. تاریخ شاهد دی کوم دیني عالمان چې د خپل علم سپکاوی یې کړی او د شیطان له پیروانو سره همکار شوي دي الله تعالی په دنیا او اخرت دواړو کې شرمنده کړي دي. قران کریم موږ ته د موسی علیه السلام په زمانه کې د یوه دیني عالم بلعم باعورا حکایت کوي: بلعم باعورا د خپل وخت لوی دیني عالم او د کراماتو څښتن و، کله چې موسی علیه السلام غوښتل بیت المقدس او شام ته خپل دیني حاکمیت پراخ کړي او دا سیمې له باطلو او جابرو حاکمانو ازادي کړي، نو د دې ځای حاکمانو د موسی علیه السلام د لښکر د شکست او ماتولو لپاره هڅه وکړه دغه دیني عالم يې د وخت د پیغمبر پر خلاف استخدام کړ، دوی بلعم بن باعوراء په مال او شهواتو سره تطمیع او دې ته اماده کړ چې د موسی علیه السلام لښکر ته ښېرا وکړي، خو وروسته الله تعالی د ده ښیرا په دعاء بدله کړه او دغه د باطل په دام کې ګیر عالم یي رسوا او تر قیامته عبرت وګرځاوه.

په کابل کې راټول په اصطلاح دیني عالمان باید له دې قرآني حکایت څخه پند واخلي او پر ځان رحم وکړي، امریکا د دې وخت ستر فرعوني طاغوت دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د مسلمانانو حقوق غصب کړي او مظالم ترسره کوي. له دغه طاغوت سره ملګرتیا عظیمه ګناه او لوی انحراف دی چې الله تعالی دې زموږ دیني علماء کرام ترې وساتي.

په پای کې یو ځل بیا له دیني علماء کرامو څخه احترامانه هیله کوو چې د دښمن په استخباراتي غونډو او منډو کې د شرکت په ځای باید له خپل اولس او مجاهدینو سره همکار شي تر څو الله تعالی د اشغال فتنه ورکه او د مسلمان اولس عزت او استقلال را معاد کړي.

ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی

۱۴۳۹/۹/۲۰هـ ق

۱۳۹۷/۳/۱۴هـ ش

2018/6/4م