کور / راپور / افغان چارواکي وايي: په پکتيا او ننګرهار کي مو د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۳۳ طالبان وژلي دي

افغان چارواکي وايي: په پکتيا او ننګرهار کي مو د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۳۳ طالبان وژلي دي

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزی وایي، د ياد ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ په ډاګ سيمه کي طالبانو د افغان ځواکونو پر یوه پوسته بريد وکړ چي د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو سره يې د ۱۱ پاکستانيانو په ګډون ۱۸طالب وسوال ووژل او ګڼ شمېر نور يې ژوبل کړه.

عبدالرحيمزی په دغه بريد کي د دريو سيمه ايزو پوليسو د وژلو او د دوو نورو د ټپې کېدو خبره هم کوي.

بل خوا په ننګرهار کي د چارواکو په وينا په حصارک ولسوالۍ کي د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کي د ۶ پاکستانيانو په ګډون يې ۱۵ طالب وسلوال وژلي دي او د وسلوالو يو مرکز چي ګڼ چاودېدونکي توکي پکې وو ويجاړ کړی دی.

د چارواکو په وينا په وژل سويو کي د معاويه وزيرستاني په نوم د طالبانو يو قومندان هم شامل دی چي د چاودېدونکو توکو د روزني او ماين جوړوني ماهر وو.

خو د طالبانو له لوري په خپره سوې يوې اعلاميه کي ويل سوي چي د حصارک په ولسوالۍ کي وژل سوي کسان ټول ملکيان دي.

د افغان ځواکونه پر داسي مهال د طالبانو د وژلو خبر ورکوي چي يوه ورځ وړاندي افغان ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ چي د روژې د احترام او سولي ته د ژمنتيا په خاطر د روژې له  ۲۷ څخه بيا د کوچني اختر تر پنځمي نېټې پوري به پر طالبانو تهاجمي بريدونه نه کوي.

طالبانو لا تراوسه د اشرف غني داوربند اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی.