کور / راپور / طالبانو هم د موقت اوربند اعلان وکړ

طالبانو هم د موقت اوربند اعلان وکړ

طالبانو ويلي چي د کوچني اختر تر دريمي پوري به پر افغان ځواکونو بريدونه نه کوي.

رسنيو ته په يوه لېږل سوې اعلاميه کي طالبانو څرګنده کړې ده چي د کوچني اختر د درو ورځو په جريان کي به افغان ځواکونه تر بريد لاندي نه نيسي ، خو د بهرنيو ځواکونو پروړاندي به بريدونه کوي.

 طالبان په داسي وخت کي د اوربند اعلان کوي چي دوې ورځي وړاندي افغان ولسمشر اشرف غني د موقت اوربند اعلان وکړ.

اشرف غني په خپله يوه وينا کي وويل چي د روژې د مياشتي له اووه ويشتم څخه بيا د کوچني اختر تر پنځمي نېټې پوري به پر وسلوالو طالبانو بريدونه نه کوي.

دا چي په غبرګون کي يې طالبانو هم د موقت اوربند اعلان کړی دی، افغانانو ته هيله بخښونکی اقدام دی.

کارپوهان په دې اند دي چي دا ډول اقدامات به دايمي سولي ته لاره هواره کړي.

افغانستان چي له لسګونو کلونو په جګړه کي ښکېل دی ورته يو کوچنی موقت اوربند هم مهم ارزښت لري .