کور / اقتصادي / د یو کامیاب کاروبار ځانګړنې او مهارتونه

د یو کامیاب کاروبار ځانګړنې او مهارتونه

ژباړه او زیاتونه: ګلاب بهار
د هر څه نه مخکې دا پوښتنه پيدا کېږي چې څنګه کولی شو کاروباري مهارتونه ترلاسه کړو؟
د پوښتنې په ځواب کې ویلی شو چې ډېری سوداګر او متشبثین د خپل کاروبار د پر مخ بېولو لپاره اړین کاروباري مهارتونه او خصوصیات نه لري، نو د دغو مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره باید لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ:
1- که د کاروبار په ټاکلې رشته کې معلومات نه لری او یا د دې برخې مسلکي کسان نه یاست، نو باید ځان ته یو داسې شریک پیدا کړی چې د اړونده رشتې مسلکي کس و اوسي. د وخت په تېرېدو سره بیا تاسو هم کولی شی چې د نوموړي کس خصوصیات او مهارتونه خپل کړی او کاروبار په یوازې توګه پرمخ بوځی.
2- له کورنۍ او دوستانو مرسته وغواړئ، له دوی سره کېنئ او مشورې ترې وغواړئ. له مشورو څخه يې ګټه واخلئ او د دوی مشورې له نورو دوستانو سره پرتله کړئ.
3- د مخکښو او بریالیو متشبثینو سره وګورئ او د هغوی د کار کولو طريقې زده کړئ، چې دوی څنګه خپل کاروبار اداره کوي او وروسته له نوموړو طریقو څخه تاسې هم استفاده وکړئ.
4- کتاب، مجله او ورځپاڼه ولولئ، تر څو مو فکري تمرکز زیات شي.
5- له هغه دولتي او غیر دولتي سازمانونو سره اړیکې وساتئ، کوم چې د کاروبار لرونکو کسانو ته پلانونه جوړوي.
6- ورستی ټکی دا چې کله مو باور ترلاسه کړو چې اوس د کاروبار لپاره تیار یاست، نو په دې وخت کې مو د خپل کاروبار لپاره یو ماسټر پلان جوړ کړئ، د دغه پلان جوړول بیا هم ستاسو د کاروباري مهارتونو د ترلاسه کولو یوه ازموینه تېروي، چې هغه ازموینه دا واضح کوي، چې تاسو تر کومه بريده ټاکلي مهارتونه ترلاسه کړي دي.